یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د غني د اوربند پای او پر ملکيانو د هوايي بريدونو پیل

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جولای 2, 2018
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
592
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل —- د چنګاښ په نهمه ولسمشر غني له طالبانو سره خپل اتلس ورځنی اوربند پای ته ورساوه او افغان ځواکونو ته يې د عملياتو د پيلولو اجازه ورکړه چې ورسره په ځينو سيمو کې د ګډو ځواکونو له لوري هوايي بریدونه شوي او تر ډيره يې مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اړولې ده.

که څه هم ولسمشر غني او امریکايي چارواکو ژمنه کړې وه چې د اوربند پر مهال به عمليات نه کوي خو د هېواد په ځينو سيمو کې وليدل شول چې غني او امریکايي ځواکونه اوربند ته ژمن پاتې نه شول او بيا يې نه يواځې پر طالبانو بريدونه وکړل بلکې هغه سيمې هم بمبار کړې چې ملکي خلک پکې ميشت و چې يوه بېلګه يې د چنګاښ په پنځمه د نورستان ولايت په وایګل ولسوالۍ کې هوايي بريد و.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وويل، په ياده سيمه کې چې پر يوه کور هوايي بريد شوی يوولس کسان وژل شوي چې شپږ ملکيان او پاتې نور طالبان دي.

خو طالب وياند وويل، په بريد کې يواځې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بمبار

دغه راز د برید پر سبا د چنګاښ په لسمه ګډو هوايي ځواکونو د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ مربوط د شيوان، ګنج اباد او بکوا ولسوالۍ ته څېرمه يو ولسي بازار او ګڼ کورونه د ډيسي توپونو په مرميو ويشتي او پر هغوی يې بمبارۍ کړي چې له کبله يې لسګونه کورونه، دوکانونه ويجاړ شوي او په ترڅ کې يې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د فارياب ولايت امنيتي مسئولینو په پشتونکوټ ولسوالۍ پر يوه کلينيک د هوايي بريد خبر ورکړ.

د ۲۰۹شاهين قول اردو وياند وويل، دغه هوايي بريد د MD-530 چورلکو د طالبانو اړوند پر يوه کلینیک هغه مهال برید وکړ چې پنځه ويشت طالبان تر تداوۍ لاندې و زياتوي چې په بريد کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو  طالبان او ځايي اوسېدونکي وايي، په نښه شوي ملکي کلينيک کې ټولو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې زياتوي چې له کبله يې يو سپين ږيری نارينه، يوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

د فارياب د ولايتي روغتون د عاجلې څانګې مشر ډاکټر محبوب وايي، د پېښې له ځايه دوه جسدونه او لس ټپيان وروړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

د محبوب په خبره، له خواجه سبزپوش او پشتونکوټ ولسوالۍ له خواجه ناموسي سيمې څخه هم دوه نارينه، اته مېرمنې، او نهه تنه کوچنيان ور وړل شوي چې ټول ټپيان دي.

له بله پلوه د کندوز د پوليسو وياند انعام الدين رحماني وايي، تېره ورځ په چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د ګډو ځواکونو له خوا د تصفيوي عملياتو د پيليدا خبر ورکړ چې په وينا يې ځينې سيمې له طالبانو پاکې شوي.

خو ځايي اوسېدونکي وايي، د عملياتو پر مهال په “قريه یتيم” سيمه کې د هوايي بريدونو پر مهال د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي، چې په ترڅ کې يې درې ملکي وګړي وژل شوي او له پنځو زيات ټپيان دي.

تېره ورځ د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې يا “سي اې پي جي”  په يوه راپور کې وويل، د هېواد په دوه ويشتو ولايتونو کې ۵۱۳ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې يې ۱۵۸ کسان وژل شوي او ۳۵۵ نور ټپيان دي.

راپور زياتوي، د جون په میاشت کې د نامعلومو ادرسونو له لوري  اتیا ملکي وګړي د ماین، هاوان، راکټ او هدفي وژنو وژلي دي.

که څه هم په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسئولين، افغان، بهرني ځواکونه، داعش او طالبان ښودل شوي خو دغه ډله ډيری وخت يواځې د هغو چاودنو او بریدونو ارقام خپروي چې په ښارونو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې رامنځته شوي وي.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې سربيره، د ملګرو ملتونو بشري حقونو اداره، ځينې دولتي او غير دولتي بنسټونه هم وخت پر وخت په هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه خپروي خو ډيری يې يواځې په ښارونو کې د چاودنو او نورو پېښو د قربانيانو ارقام دي، او هغه سيمې ترې پاتې وي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو، شپنيو چاپو او د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتو کې ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وي.

طالبانو پر ملکي وګړو شوي بريدونه غندلي او وياند يې قاري يوسف احمدي په يوې خبرپاڼه کې د بشري حقونو له بنسټونو او بې طرفه نهادونو څخه غوښتي چې:”د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د دا ډول جنایاتو په وړاندې غبرګون وښيي” او د ملکیانو پرضد د عملياتو او هغوی ته د اوښتو تلفاتو غندنه وکړي.

مخکینې مطلب

د اسلامي نړۍ ستر مؤرخ فؤاد سزګین وفات شو

بل مطلب

پټۍ شوي زخمونه مو بیا تازه شول!

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com