(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۱) د امریکا په آيداهو ايالت کې يوه دېرش کلن امریکايي وګړي د کډوالو پر يوه پنډغالي کې پر ماشومانو د چړې بريد کړی دی.
هغه سيمه چې پېښه پکې شوې د بويز په نوم یادېږي او د پوليسو مشر يې ويليم بونيز رسنيو ته ويلي، په يوه پنډغالي کې د سوريې، عراق او ايتوپيا هېوادونو وګړي د يوه درې کلن ماشوم د زوکړې لمانځلو لپاره راټول شوي و چې د چړې بريد پرې وشو.
پوليس وايي، بريد د يوه دېرش کلن امریکايي تيمي ارال کينر له خوا شوی چې په دغه پنډغالي کې يې له کډوالو سره ژوند کاوه.
پولیس وايي، د امریکايي وګړي د چړې په ګذارونو نهه تنه ټپيان دي چې ډيری ماشومان او عمرونه يې له درې تر دولسو کلونو پورې دي.
د بونيز په وينا، په ټپيانو کې د څلور تنو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
تر اوسه د بريد لامل نه دی په ډاګه شوی خو په دې وروستيو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو پرضد څرګندونې وکړې چې ورسره د امريکايي وګړو له لوري د کډوالو پر خلاف د تعصبات او تاوتريخوالی هم زيات شوی دی.


















