ترکيې پوځ د پي کې کې ګوند۵۳ وسلوال وژلي دي

ترکیا (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل):
په دې ورستیو کې د ترکيې مقاماتو د عملیاتو په جریان کې د کارګر ګوند بیلغوښتونکو ۵۳ تنو وسلوالو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی .
دغه مقامات وايي د ترکيې امنیتي ځواکونو د درې ورځنيو خاصو عملیاتو په جریان کې، چې د نوموړي هېواد په جنوب ختيځ سلوپي او جزره ښارونو کې تر سره شول شاو خوا ۵۳ تنه مخالف کردي وسلوال وژل شوي دي .
د ترکيې دولتي خبري آژانس خبر په حواله، د ترکيې وسلوال پوځ دغه عملیات د (پي کې کې) کردي ملیشو په ضد د هېواد په سرحدي سیمو کې، چې سوریې او عراق سره پوله لري ترسره کړي دي .
مخکې د عملیاتو له پیلېدوپه ښارونو کې قیودات وضع شول او په زرګونو ترکيايې ځواکونو په دغو عملیاتو کې برخه واخیستله .
په دې ورستیو کې د ترکيې پوځ او د کردي ازادي غوښتونکو ملیشو ترمنځ اخ ډب زیات شوی دی، چې دواړو خواو ته يې درنه مرګ ژوله اړولې .
تر دې دمه د دغو دواړو ترمنځ په اوږدو شخړو کې له ۴۰ زرو زیات خلک وژل شوي دي .
تردې د مخه د ترکيې او مخالف ازادي غوښتونکي ګوند ترمنځ دوه کلن اوربند شوی وه، چې ددې کال جولايي میاشت کې لغوه شو .
سليم بریال



