د ټولټاکنو کمېسیون وايي دوي ته د غوراوي کمېټه د منلو وړ نه ده

کابل (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل):
تېره ورځ د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسيون د یوې اعلاميې په ترڅ کې وويل، چې د ټاکنیزو کمېشنرانو د غوراوي کمېټه دوي د اعتبار وړ نه ده .
د نوموړي کميسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي تېره ورځ رسنیو ته هم دغه خبره په ډاګه کړه، چې انتخاباتي کمېشنران د قانون له مخې د شپږو کلونو لپاره انتخاب شوي او که اوس لرې کېږي دا یوه قانوني سرغړونه ده.
د هوتکي په وینا: د غوراوي کمېټه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشرتابه ته په هېڅ ډول د منلو وړنشي کېدای .
د کمېسیون دا مشرتابه د انتخاباتو د تشکیل او صلاحیت د قانون له مخې د شپږو کلونو لپاره ټاکل شوېداو د کمېشنرانو د ګوښه کولو موارد په قانون کې له مخکې خپل موارد لري .
د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون په داسې حال کې د انتخاباتي کمېشنرانو د غوراوي له کمېټې سره مخالفت وښود، چې دغه کمېټه نوي ټاکل شوي غړي نن خپله لومړۍ غونډه داېره وي .
سليم بریال



