دولتي ځواکونو د خانشين ولسوالۍ بېرته نيولو ادعا کړې

هلمند (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل):

تېره ورځ ناوخته افغان دولتي ځواکونو د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ، چې څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له لوري تر سختې جګړې وروسته نيولې شوې وه، اوس يې بېرته پريښې ده .

د هلمند ولایت چارواکي وایي، چې وړمه شپه په دغه ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو  ګډو ځواکونو عمليات پیل کړي وو، چې تېره ورځ طالبانو له یادې ولسوالۍ شاتګ وکړ .

دغه راز امنيتي چارواکي وايې چې د خانشين ولسوالۍ د نيولو په موخه په تر سره شويو عملياتو کې ددوي ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه مړه او ټپیان شوي، خو د وسله والو طالبانو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه لري .

د هلمند ۶۰۴ سرحدي زون د ۵ کنډک قوماندان عبدالعلي کلیوال رسنیو ته ويلي دي، چې دغه جګړه کې طالبان له سیمې شاتګ کړی  او ولسوالۍ مرکز اوس مهال ددوي په لاس کې دی.

کلیوال دغه راز ويلي دي، چې د ولسوالۍ ودانۍ او نور تاسيسات په جګړه کې تخريب شوي دي او په سيمه کې طالبانو له لوري زيات شمېر ماينونه هم ځاى پرځاى شوي دي، چې ددوي ډیری ځواکونه اوس هم د ماینونو ښکار کيږي .

د خانشين ولسوالۍ مهم او ستراتيژيک موقعیت لري، له ډیره وخته راهيسې د طالبانو د تهديدونو لاندي وه، چې یوځل يې سقوط هم وکړ.

او همدارنګه د هلمند امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو په واشېر ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي دي او سقوط سره يې مخ کړې ده .

د واشیر امنیه قوماندان سمونمل محمد رفیق شېریار هم جګړه تائید کړې ویلي دي، چې وسله والو طالبانوددغې ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي او ډيرې سیمې يې له دوي څخه نيولي دي او اوس مهال د پرمختګ په حال کې دي .

شیریارزیاتوي طالبان په زیات شمېر کي دي او دا مهال د قوماندانۍ دوه کیلومترۍ ته رسیدلي، د خفیفه وسولو ډزې دوي ته رسیږي .

د خانشین ولسوالۍ د سقوط په اړه تردې دمه طالبانو او کومي بلي ډلي کوم غبرګون نه دی ښودلی .

بدرالدین ځواك

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button