(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۵)
د فاریاب ولایتي شورا وایي؛ چې نن د شپې ناوخته د کمانډو ځواکونو هوایي ډګر ته څیرمه د جنبش ګوند د نیول شوي قوماندان جنرال نظام الدین قیصاري پر کور چاپه وهلې.
د ولایتي شورا رئیس عطا محمد فیضي وایي؛ د کومانډویانو په برید کې د قیصاري دوه پلویان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
ولایتي شورا وایی، د دواړو لوریو ترمنځ څو ساعته جګړه روانه وه چې بالاخره کمانډویان وتوانیدل چې د قیصاري کور ونیسي.
بلخوا ټاکل شوې چې نن په فاریاب سربیره په تخار، بدخشان او جوزحان ولایتونو کې هم د قیصاري په ملاتړ مظاهرې وشي.
قیصاري چې د جنبش ګوند وتلی قوماندان دی، څو ورځې وړاندې ځانګړو ځواکونو ونیوه او کابل ته یې انتقال کړ.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایی، قیصاري لويې څارنوالۍ ته ور پیژندل شوی او تحقیقات ترې روان دي


















