پر داعش د امریکا هوايي بریدونو کې ۱۰ عراقي پوځيان وژل شوي دي

عراق (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل):
د امریکا په مشرۍ ائيتلافي قواو د هوايي بريد په نتیجه کې ۱۰ تنه عراقي پوځيان په خطا يې سره وژلي دي .
د د ائیتلافي ځواکونو دغه هوايي بريدونه له عراق سره دوستانه جګړې په لړ کې پر داعش باندې ترسره کيږي .
د امریکې وزارت دفاع ويلي دي، چې سره له دې زمونږ او د عراقي ځواکونو ترمنځ همغږي موجود وه خو بیا هم دغه تېروتنه رامنځ ته شوه چې ۱۰ عراقي عسکر په کې ووژل شوي دي .
پینټاګون خبر ورکړی چې دوي په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي .
همدارنګه پنټاګون په خپله اعلامیه کې ويلي دي، چې دوي په دغه پېښه تاسف او غمرازي څرګندوي، چې ددوي په اصطلاح دوي خپل زړور عراقي سرتيري له لاسه ورکړل، چې د داعش تند لارو په ړاندې جنګېدل.
پنټاګون وايي چې دغه عملیات دوي د عراقي ځواکونو په اشاره ترسره کړي دي، او دوي ته په دې اړه کره معلومات نه ول .
بدرالدين ځواک



