پر روسیې لګول شوي بنديزونه تر نورو شپږ میاشتو پورې تمدیدېږي

روسیه (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل):
د اروپايي اتحادې غړو هېوادونو موافقه کړې، چې پر روسیې باندې به اقتصادي بنديزونه تر نورو شپږو میاشتو پورې وغځول شي.
اروپايي ټولنې دغه اقتصادي بنديزونه پر مسکو د یوکرائن په بحران باندې ولګول .
د دغې موافقې پر اساس چې تېره ورځ د اروپايي اتحادې له لوري وشوه، چې دغه بندیزونه به په اقتصاد، نفتو او نظامي سکتور وضعه شي، همدارنګه په هغو روسي لوړ پوړوچارواکو چې د یوکراين بحران کې يې لاس درلود .
ویل شوي دي چې دغه بندیزونه د ۲۰۱۶ ميلادي کال دېرشم د جولای پورې تمديد شول .
دغه بندیزونه لومړی ځل پر روسیه باندې هغه مهال د اروپايي ټولنې له لوري وضعه شول کله چې روسيې د کریمیا جزیره له روسیې سره ملحق کړه .
سليم بریال



