(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۶)
د غور ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ ولسوال محمد ابراهیم په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي؛ نوموړی نن سهار له خپل کور نه خپل کاري دفتر ته په لاره و، چې د سړک غاړې د یوه ځای پرځای شوي ماین ښکار شو.
تر اوسه د دې پیښې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی















