(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) د غزني ولايتي چارواکي وايي، طالبانو د ښار پر کمربند، زنه خان، واغظ او جغتو ولسواليو بريدونه کړي چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند عارف نوري، تېره شپه طالبانو پر يوه مهال د غزني ښار پر کمبرند د يادو ولسواليو پر ودانيو او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې دوه عسکر وژل شوي، د ځانګړې قطعې څلور عسکر ټپيان دي او شپږ طالبان هم وژل شوي دي.
نوموړی تاييدوي چې طالبانو پر جغتو ولسوالۍ هم برید کړی خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
په عين حال کې د ولايتي شورا غړی نصير احمد فقيري وايي، طالبانو له کوم مزاحمت پرته د جغتو ولسوالۍ ودانۍ نيولې او اور يې ورته اچولی خو عارف نوري بيا وايي د اورلګېدنې لامل يو توغندی و چې پر ولسوالۍ لګېدلی او دواړو خواوو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.
له بله پلوه طالبانو د دغه بريدونو مسئولیت منلی او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: طالبانو د غزني مرکز مربوط د روضې په سيمه کې يوه قرارګاه نيولې، قومندان مسافر، قومندان ظريف له لسو پوليسو سره يوځای وژل شوي زياتوي د برید په پايله کې يو ټانګ، يو رينجر، يو موټرسيکل او په زياته اندازه وسلې او مهمات هم د دوی لاسته ورغلي دي.
د مجاهد په خبره، سيمې ته په ورغليو کومکي عسکرو هم بریدونه شوي چې پر مهال يې يو ټانګ ويجاړ شوی، شپږو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مجاهد په وينا، په دغه برید کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.
دغه راز نوموړي ويلي، چې د ناهور ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر هغه ودانۍ برید کړی چې ” د جغتو ولسوالۍ په نقلي مرکز سره نومول شوی وه” د برید پرمهال حکومتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سيمه يې خوشې کړه چې وروسته يې مرکز ویجاړ کړل شو او مهمات او توکي د طالبانو لاسته ولوېدل.


















