بغلان: ترافيکي پېښې شپږويشت کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) بغلان ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې له کبله شپږويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي، پېښه پرون ماذيګر ناوخته د دوشي- پلخمري په لويه لاره د کرولا او فلانکوچ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ويل کېږي، پېښه کې څلور تنه مړه شوي او دوه ويشت تنه نور ټپيان دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
د پېښې قربانيان د سيمې نږدې روغتون ته د تداوۍ لپاره وړل شوي روغتيايي مسئولين وايي د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی.
پېښه د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
په هېواد کې ډير کله د سړکونو د خرابوالي او د نامسلکي موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له کبله ترافيکي پېښې کېږي چې له کبله يې لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.



