له درې سوو ډېر افغانان له المانه بېرته راستنېږی

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

المان کې د افغانستان د سفارت چارواکو ویلي دي، په تېرو درې مياشتو کې سلګونو افغان کډوالو سفارت ته رجوع کړې او غواړي، چې په خپله خوښه بېرته هيواد ته راستانه شی.

المان کې د افغانستان سفير حميد صديق وايي، دوی له هغو افغانانو سره د مرستې لپاره له ټولو شتو امکاناتو کار اخلي چې بېرته هيواد ته ستنېږی.

د سرچينې په وينا په تېرو درو مياشتو کې ۳۷۰ تنو افغانانو سفارت ته مراجعه کړې، چې بېرته هيواد ته ستانه شي، د دغو افغانانو ډېری يې ځوانان دي.

المان کې د افغانستان سفارت دا خبر په داسې حال کې ورکوي، چې څه موده مخکې د المان لومړي وزیر اعلان وکړ، چې د هغو افغان کډوالو ستره برخه به بېرته خپل هيواد ته ستانه کړي، چې په غير قانوني توګه المان ته راغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button