سنګين کې دولتي ځواکونو یوه قرارګاه او یوه پوسته طالبانو ته پريښې

هلمند (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل):
سنګین ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو یوه امنیتي پوسته او یوه قرارګا پرته له کومې نښتې طالبانو ته پريښې ده .
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په رالېږلي ایمیل کې ادعا کړې ده ويلي دي، چې هلمند ولایت نه چې تېره ورځ ماښام مهال شاوخوا ۶ بجې د سنګين ولسوالۍ اړوند بازارته څېرمه د افغام ملي پوځ مربوطه قرارګاه چې د « حاجي ملاقادر اخند» په کور کې يې اچولې وه او ورسره نژدې یوه بله پوسته د طالبانو د بریدونو له وېرې خوشې کړې او عسکرو له سیمې نه د تېښتې لار غوره کړې ده .
احمدي دغه راز ويلي دي، چې اوس په غه قرارګاه او پوسته کې طالبان پراته دي او ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله يې د غنيمت په ډول نيولي ده .
د یادونې وړ چې، په دې ورستیو کې د هلمند ولایت اړوند ډېری ولسوالۍ د طالبانو له امنیتي ګوښ سره مخامخ شوي دي او ددغه ولایت اړوند یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې هم دي .
سليم بریال



