سعودي: جده کې د افغانستان په اړه د علماوو غونډه جوړیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۶)
سعودی رسنۍ د خپلو چارواکو له قوله وایي چې د جدې په ښار کې د افغانستان په هکله کیدونکې غونډه کې به د دې هیواد دائمي ثبات لپاره په حل لارو غور وشي.
رسنۍ وایي؛ په یاده غونډه کې د نړیوالو او د هغوی د ملاتړو افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو پیل شوې جګړه ارزول کیږي او پر وړاندې یې یوه پریکړه کیدونکې ده.
د سعودي چارواکي وایی، چې دا نړیوال کنفرانس یې په افغانستان کې د دائمي امن په خاطر وربللی.
بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا وایی چې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۱ او ۱۲ نیټې غونډه کې به د ۳۷ اسلامي هیوادونو علماء د سعودي په جده ښار کې افغان جګړه له شرعي پلوه وارزوي.
د دې شورا ویاند احسان طاهري وایي؛ دا غونډه د افغانستان په بلنه ترسره کیدونکې ده چې په کې به د دې جګړه په هکله یوه فتوا هم صادره شي.
باید وویل شي چې دا دریمه دیني غونډه ده چې د افغان جګړې پرضد رابلل کیږي، تر دې وړاندې په اندونیزیا او کابل کې هم ورته غونډې شوې وې.
تر غونډو مخکې امریکایي جنرال جان نیکولسن پر طالبانو د مذهبي فشار ټینګار هم کړی و او ویلي یې و، چې پلان لري تر څو پر دې ډله د نظامي فشار سربیره، سیاسي او مذهبي فشارونه هم زیات کړي.
د یادولو ده چې، سعودي په ۲۰۱۶ کې هم په دې تړاو د اسلامي هیوادونو یوه غونډه په پام کې نیولې وه چې هغه مهال یې طالبانو یې مخالفت کړی و.
طالبانو د اځل هم له دیني علماؤ غوښتي چې په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړي او هغې ته یې د مرموزې “ امریکایي پروژې“ نوم ورکړی.
طالبانو ویلي، جهاد د دوی مجبوریت دی او ترهغو چې بهرني یرغلګر په هیواد کې وي ، د دوی مبارزه به روانه وي.
طالبان وایي، افغان عسکر د دوی مقابل لوری نه دی او که هغوی د بهرنیانو له ملاتړ څخه لاس واخیست، دوی به یې خپل وروڼه وبولي.



