چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

غونډې ښې غونډې دي، خو خوند يې نيکولسن وړی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 8, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
368
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد رعد

ټاکل شوې د همدې روانې اونۍ په سه شنبه او چهار شنبه د سعودي په جده ښار کې د افغان جګړې او سولې په تړاو د علماء کرامو غونډه جوړه شي. ويل کيږي په غونډه کې به د ۳۷ هيوادونو ديني علماء شرکت کوي، چې دغه موضوع به له شرعي اړخه وڅيړي او په پای کې به متفقه فيصله وکړي.

دا هم ولولئ

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

دا چې د دغې غونډې اغيز به زمونږ په هيواد کې د روان يرغل يا جهاد اړوند څومره او په څه ډول وي، د اندونيزيا او کابل غونډو ته يو نظر مو په دې هر څه پوهولی شي.

د ۲۰۱۸ د مئ په ۱۱مه د اندونيزيا په پلازمينه (جاکارتا) کې او د روان ۲۰۱۸ د جون په ۴مه په کابل کې د ولسي جرګې په تالار کې د کابل دولت يا امريکا په غوښتنه د مذهبي مشرانو کومې غونډې جوړې شوې وې، پايلې يې موږ مشاهده کړې چې هيڅ وې.

که څه هم له دې غونډو وړاندې او وروسته زيات تبليغات وشول او حتی رسنيو په ټول توان سره د غونډو نتېجې د کابل ادارې او امريکايانو په ګټه نشرولې، خو وروسته د غونډو ځينو ګډونوالو په ژوندۍ بڼه په ټولنيزو رسنيو او ځينو تلويزيوني مرکو کې د يو طرفه رسنيو راپورونه رد کړل او واضحه يې کړه چې دوی د جګړې په روا او نارواوالي بحث نه دی کړی.

د کابل له غونډې وروسته رسنيو خبر ورکړ چې علماؤو افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه او ناروا وبلله، خو دا چې حقايق په يو نه يو ډول ځان ښکاروي، له دې غونډې سمدستي وروسته له درباري خادمانو پرته نورو ټولو شريکانو ويل چې موږ نه په کومه مسئله بحث کړی او نه مو فتوا صادره کړې ده، بلکې مخکې ليکل شوې فتوا واورول شوه او چا چې يې مخالفت وکړ، هغوی ونيول شول، آن کابل کې د علماؤو د مجلس رئيس هم له يو تلويزيو سره په مرکه کې خپله بې وسي ښکاره کړه او فتوا يې د ځان او علماؤو نه، بلکې د نيکولسن او اشرف غني فتوا ياده کړه.

لنډه دا چې دې غونډو نه کابل ادارې او نه هم امريکايانو ته ګټه وکړه او نه يې د يرغل ضد مبارزينو ته کوم تاون وکړ، بلکې مهملې پای ته ورسيدې. يادو غونډو ته په کتلو په زغرده ويلی شو چې د سعودي غونډه به هم دغسې مهمله پايله ولري او د افغانستان مسئلې ته به هيڅ ګټه يا تاوان ونکړي.

دا ځکه چې د دې مذهبي غونډو رنګ، خوند او بوی د نيکولسن خبرو وړی. که يرغلګر نيکولسن دغه غلطي نه وای کړې، ممکن په افغان مبارزينو يې دروند مذهبي فشار لرلی وای.

په هيواد کې د ناټو ځواکونو امريکايي قومندان نيکولسن د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۹ (۱۳۹۶-کب-۲۷) کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت مرکزي قومندانۍ کې د ۱۳۹۷ لمريز کال په مناسبت غونډه کې وويل چې طالبان د جګړې له لارې بريا نشي ترلاسه کولی او دوی به د سولې د خبرو تر څنګ په طالبانو نظامي، مذهبي او ټولنيز فشار وارد کړي.

نيکولسن د مثال په ډول د لاتيني امريکا کولمبيا هيواد ياد کړ، چې د سولې خبرې او جګړه دواړه پکې روانې وې، خو تير کال پکې د سولې تړون لاسليک شو.

نوموړي په طالبانو باندې په ښکاره ټکو په ټولنيزو شبکو کې د خپلو افغان فعالانو د فشار يادونه هم وکړه او په واضح ډول يې وويل چې: «په اندونيزيا کې د علماؤو کنفرانس له جوړيدو سره به په هغوی (طالبانو) يو ډول مذهبي فشار هم راوړل شي.

د نيکولسن دغه خبرې د دې سبب شوې چې د هيواد په سياسي اوضاع د مذهبي او ټولنيزو فشارونو د منډو ترړو اغيز په اوبو لاهو شو او همدا خبره به وي چې له امله به يې راروانې مذهبي غونډې او ټولنيز پرلتي فشارونه بې اثره او مهمل ثابتيږي.

دا ځکه چې د افغانانو په شمول ټول نړيوال افغانستان اشغال او د امريکا يرغل ناروا عمل بولي او په وړاندې روانه مبارزه يې سپيڅلی جهاد. د دې ښکاره واقعيت په شتون کې د نيکولسن لخوا د نظامي، ټولنيز او مذهبي فشار خبرې تر لمر روښانه کړه چې که د علماؤو غونډې دي او که پرلتي تحرکات، ټول د امريکايانو د ناروا يرغل د پايښت او دوام په پار ترسره کيږي.

نو ځکه وايو چې غونډې او پرلتونه خو ښه په درز کې روان دي، مګر خوند، بوی او رنګ يې د نيکولسن يوې خبرې ترې ځبېښلی دی.

مخکینې مطلب

این جنگ هرگز بین الافغانی نیست

بل مطلب

ورځني سیاسي نوټونه: د شمال جنجال او د مطلقي انارشي خطر

ځانګړي مطالب

خبرونه

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com