چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ورځني سیاسي نوټونه: د شمال جنجال او د مطلقي انارشي خطر

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 8, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
219
ځلې شریک شوی
136
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۲۴)

دا هم ولولئ

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

له هغه وخت راهیسي چي اشرف غني د نظام الدین قیصاري د توقیف او برطرفه کولو امر کړی دئ، تر اوسه پوري په شمال کي د اوزبکو وطنوالو مظاهرې جاري دي. او حتی دلته او هلته همدا اعتراضونه په خشونت بدل سوي دي. داسي ښکاري چي په شمال کي وضع د خرابېدو په لور روانه ده. ځکه پدې روان کشمکش کي عطا نور او محقق هم د دوستم خوا نیولې ده، او د هغوی پلویانو هم د کابل پر خلاف دریځ غوره کړی دئ. د شمال اعتراض کونکو تجارتي لاري بندي کړي‌ دي، او همدااوس په کابل کي د سونګ او د خوراکه موادو قیمتونه جګ سوي دي.

البته دا باید په سر کي ووایم چي په دننه او بهر کي مطلق اکثریت افغانان د زورواکانو او جنګسالارانو د ختمولو حمایت کوي،‌ او وارلاډان د یوه قوي مرکزي حکومت د جوړېدو مخالفان ګڼي. اکثره افغانان د یوه غښتلي او مشروع مرکزي حکومت ملاتړ کوي، او چمتو دي پدې لاره کي زیاتي ستونزي وګالي.

د عالم اسلام ستر سیاسي متفکر ابن خلدون په خپل تلپاته کتاب المقدمه کي وايي: انارشي د انساني فطرت او نظام سره په ټکر کي ده. هغه وايي بنیادمان طبعا په انارشي کي ژوند نه سي کولای، ځکه خو سیاسي حاکمیت د انسان په فطرت کي پروت دئ. ابن خلدون وايي انارشي یو ملت تباه کوي. یو تمدن محوه کوي. مګر مشروع نظام او حکومت د بشریت دوام تضمینوي.

پدې ۱۷ کلن امریکايي دوران کي، د افغانانو سره د امریکا تر ټولو ستر جنایت د جنګسالارانو تقویه کول دي. له ابتدا څخه بیا تر نن ورځي پوري،‌ امریکا مدام پر همدې خلګو باندي اتکا کړې ده، او همدا قاچاقبران او زورواکان ئې پر افغانانو باندي مسلط کړي دي. داسي ښکاري تر څو چي اشغال دوام لري، مرکزي حکومت به مدام د همدې چنلجونو سره مخامخ وي. د زورواکانو غښتلي کول د امریکا د اشغال تر ټول بد میراث دئ چي افغانان به په راتلونکو لسیزو کي لدې بابته له زیاتو سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

دا هم باید په ډاګه وویل سي تر څو چي په کابل کي مرکز قوي او یو لاسی نه سي، په اطرافو کي د زورواکانو ختمول محال او ناممکن دي. ځکه که چیري ارګ د یو چا د ایسته کولو فیصله وکړي، سپیدار ئې سمدستي ملاتړ کوي. که چیري اشرف غني د یوه وزیر د برطرفه کولو اراده وکړي، ډاکټر عبدالله ئې مخالفت کوي. په مرکز کي د قدرت همدا دوه قطبونه تل د یو بل فیصلې خنثی کوي، او د هر راز پرمختګ مخه نیسي.

اوس نو اساسي سوالونه دا دي چي ایا اشرف غني واقعا د محلي زورواکانو د ختمولو اراده لري؟ ولي ئې تر اوسه پوري د هغوی پر خلاف جدي اقدام نه کاوه؟ ایا اشرف غني د همدې جنګسالارانو د ایسته کولو سیاسي او نظامي طاقت لري او کنه؟ ایا په یوه وخت کي په څو جبهو کي جنګ د یوه هوښیار ستراتيژست کار دئ؟ او بالاخره ایا اشرف غني پدې برخه کي د امریکايي جنرالانو حمایت لري او کنه؟

پدې برخه کي فعلا قاطع نظر ابرازول ښايي تر وخت څه مخکي کي وي، خو د اشرف غني بده سابقه دا ښيي چي ښايي مصلحت ته پر قاطعیت باندي ترجیح ور کړي، او کوم سازش ته غاړه کښېږدي. ځکه د اشرف غني په سابقه کي داسي څه نسته چي موږ ته دي پدې برخه کي ډاډ راکړي.

په پای کي، که چیري اشرف غني دا کارونه د راتلونکي انتخاباتو لپاره کوي، دا خبره به ډیر ژر راڅرګنده سي. که چیري دا کارونه واقعا د انتخاباتي کمپېن یوه برخه وي، ضرور به ډیر افغانان د سیاست او حکومت په اړه سخت بدبینه کړي،‌ او د دې کار عواقب به عام افغانان په کلونو کلونو د ارګ په باب شکمن کړي.

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

لوی ټکي: ورځني سیاسي نوټونه
مخکینې مطلب

غونډې ښې غونډې دي، خو خوند يې نيکولسن وړی

بل مطلب

د نيکولسن د ډرامې درېمه برخه هم نشر ته چمتو ده!

ځانګړي مطالب

خبرونه

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com