(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۹) د غور ولايت په دولينه ولسوالۍ کې د اربکيانو څو تنه سيمه ييز قومندانان د خپلو اوولسو عسکرو په ګډون طالبانو ته تسليم شوي دي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې ولسوالۍ مربوط د خواجه ګان په سيمه کې د قومندان عبدالبصير په نوم يو قومندان له خپلو اوو اربکيانو سره يوځای ورتسليم شوی دی.
دغه راز خبرپاڼه زياتوي، د قومندان ګل احمد په نوم د غيصارک سيمې يو تن قومندان له خپلو درې تنو عسکرو سره او قومندان محمد د سلمين له سيمې له دوو تنو اربکيانو سره تسليم شوي دي.
طالبانو د تسليم شويو اربکيانو نومونه او د هغوی څخه د ترلاسه کړيو وسلو اندازه هم ښودلې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، يادو کسانو له ځانونو سره درې ميله پيکا، پنځلس کلاشنکوف، دوه راکټونه هم طالبانو ته سپارلي دي.
د راپورنو له مخې، په وروستيو کې طالبانو د غور په دولينه ولسوالۍ کې خپل بريدونه زيات کړي او د دغه ولسوالۍ ډيره سيمه يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
















