هلمند: میوند سره په رېګستان کې د حکومتي چارواکو ۶ لنډکروزران بمبار کړل شول
کابل ټکی کام ۱۶ وږی
راپور فرید احمد
د هلمند ولایت څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې د میوند سره خواکې د رېګستان په سیمه کې پرون مازدېګر ۶ هغه لنډکرویزوران بمبار کړل شول چې طالبانو ته یې کمین نیولی و.
لنډکرویزرانو باندې سپین بیرغونه لګول شوي و، او په سیمه کې ددې په موخه د تلاشۍ په بهانه ولاړ و چې طالبان به پرې سهواً راشي او دوی به یې ونیسي.
مخکې لدې چې طالبان په همدې لاره تېر شي، پاس په هوا د امریکايي ظالمو الوتکو ورته پام شو چې سپین بیرغونه رپېږي (د ښکار هوسۍ د ښکاري خولې ته وه) ټول یې بمبار کړل.
په دې برید کې د قمندان تېمور او قمندان جانان په شمول ۴۵ تنه حکومتي سرتېري وژل شوي او جسدونه یې نږدي پوستو ته رسولي شوي دي.
په هلمند کې د والي ویاند پدې اړه ناخبري ښودلې ده، خو په سیمه کې واکمن طالبان بیا دا پېښه تاييدوي.



