(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۱) د ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ “نۍ” وايي، په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي دي.
د دغه بنسټ مشر عبدالمجيب خلوتګر نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، د روان کال له پيل راهيسې تر دې دمه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۸ پېښې ثبت شوي دي.
د خلوتګر په خبره، د تېر کال په پرتله په روان کې د خبريالانو د قتل پېښې ديارلس سلنه، د وهلو ډبلو پېښې ۳۳ سلنه، د سپکاوي او ګواښونو پېښې ۲۰ سلنه زياتې شوي دي.
نوموړی وايي، که د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ټيټه نه شي، د رسنيو رول به په ټاکنو کې کمرنګه او د بيان ازادۍ ته تر څنګ به د ټاکنو بهير ته هم زيان واوړي.
تر دې مخکې د چارواکو او زورواکو له لوري د خبريالانو د وهلو او د هغو د کيمرو او نورو اړوندو سامانونو د ماتولو راپورونه ورکول شوي دي.
خو د یادې ادارې مشر وايي، حکومت بايد د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي استازی نه وي زياتوي: “هغه خبريالان چې د زورواکانو او نامعلومه وسله والو له لوري وهل شوي، ګواښل شوي بايد حکومت يې قضيې وڅېړي.”
که څه هم د نۍ اداره د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اصلي لامل نا امني ګڼي خو وايي چې د چارواکو له خوا د خبريالانو زورول، شکنجه کول او د حکومت له خوا د هغوی ستونزو ته نه پاملرنه د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل شوي دی.
دغه راز د نۍ موندنې ښيي چې اته سلنه رسنۍ د خپلو کارکوونکو تنخواګانې په خپل وخت نه ورکوي زياتوي ځينو رسنيو د خبریالانو مياشتنۍ تنخواګانې تر يو کال هم ځنډولي دي چې دا د خبريالانو سپکاوی دی.
خو د دغه ادارې مشر خلوتګر وايي، که د رسنيو مسئولين کارکوونکو ته پر خپل وخت تنخواوې ورنه کړي دوی به يې نومونه افشا کړي.















