شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

مفتي صاب! د زرمت له کیسې خبر یې؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جولای 14, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
770
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په جده کې د امریکايي اشغال په ملاتړ د جوړې شوې غونډې وروسته ډېرو خلکو له طالبانو هیله وکړه، چې نوره جگړه پرېږدي او د ذالالت ډک ژوند غوره کړي. ځکه د کعبې امام فتوا ورکړې، چې د طالبانو جگړه ناروا ده. خو په دغه غونډه کې راټولو شویو مفتیانو د بمونو د مور، د بمبار، زندان، وژلو او بې‌عزته کولو هېڅ فتوا ورنه کړه او نه امریکایانو ته وویل، چې تاسې په کوم حق په افغانستان کې جگړه کوئ او هغه څوک چې ستاسې پر ضد جگړه کوي، تاسې نه غواړي او د خپل هېواد خپلواکي غواړي تاسې پرې داسې د بادارۍ او غلامۍ وخت راوستی دی؟

پرون یو لیکوال لیکلي وو، «د سعودي په خوله روژه نیسو، اختر د سعودي په خوله کوو، نو ولې یې فتوا ونه منو.؟» په سعودي کې د محمد بن سلمان د ولیعهد کېدو وروسته په دغه هېواد کې هره ورځ نوي بدلونونه راځي. په سعودي کې د قطو«پرو» د ښځو موټر چلولو، د سینما او حتا د فحاشۍ نوې څپه رالوتې؛ نو اوس به موږ هم دغه کارونه کوو او یا به یې منو؟ هېڅکله نه؛ ځکه اسلام جامع دین دی او په اسلام کې د بدلونونو راوستونکي الله جل جلاله په دواړو دنیاوو شرمولي او د ذلت ډک مرګ یې هم ورکړی دی.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

زه کله – کله بېخي حیران پاتې شم. دلته په هره غونډه، پرلت او افتاء کې د طالبانو پر ضد خبره کېږي؛ خو د امریکا مازې یادونه هم نه کوي. امریکا د افغانستان د تېر اوولس کلن ناورین اصلي عامله ده. جگړه امریکا پیل کړې او پر موږ افغانانو یې یو گوډاگی نظام واکمن کړی، چې د امریکا پر وړاندې سپوڼ هم نه شي کولی او هره ناروا یې په پټو سترگو مني. خو څوک چې دغه ډول د ذالالت ډک ژوند نه غواړي، د افغانستان خپلواکي غواړي، افغانستان په هر لحاظ یو باثباته او ځواب ویوونکي خلک پرې حاکم کول غواړي د هغوی پر ضد فتوا ورکول کېږي او د تسلیمۍ وړاندیزونه ورته کېږي.

په تېره یوه اوونۍ کې د امریکايي او افغان گوډاگي پوځ له لوري د ننگرهار، لوگر، پکتیا، تخار، هلمند او په نورو ولایتونو کې تر ۱۵۰ ډېر ملکي وگړي شهیدان شوي، چې په شهیدان شویو کې ماشومان، ښځې، سپین ږیري او تي خوري ماشومان هم دي. خو د گډ حکومت چارواکي بیا دې خوشحاله دي، چې ناټو له افغان پوځ سره شل میلیارده ډالر مرسته کړې او په دغه خیراتي پیسو به نور څومره خلک ووژل شي او څو کلي به له خاورو سره خاورې شي؟

که د طالبانو پر ضد د نړۍ په هر گوټ کې غونډې جوړې شي او د امریکایانو پر ضد خبره په کې نه وي، نو ذره گټه هم نه کوي. د یوه امریکايي اشغالگر په موجودیت کې د طالبانو روانه جگړه سپېڅلی جهاد دی او دغه فتوا د نړۍ ټول حق ویونکي علماء ورکوي. خو د هغو علماوو به څه حال وي، چې پرون د زرمت له پېښې خبر وي او بیا به له خولې سپوڼ نه شي ایستلی؟

میږي ته چې الله جل جلاله په قهر شي، نو وزورنه ورکړي. که لرې نه وي، نو په نږدې وخت کې به د دغه امریکايي نظام اخیرې شېبې راورسېږي؛ خو د هغو خلکو به وجدانونه په کوم عذاب اخته وي، چې پروني وحشت ته یې دلایل ویل او طالبان ګرم گڼل.

د الله جل جلاله عذابونه بېخي ډېر دي؛ خو الله جل جلاله دې وکړي، چې په دغه عذاب کې یوازې د امریکا او د هغوی پلویان غرق شي. ځکه دوی امریکا غواړي او خدای دې د دوی مرگ هم له امریکایانو سره یو ځای کړي، چې په اخیرت کې هم سره جلا نه شي.

لوی ټکي: امریکايي بمبارخالد روانزرمتسعودي غونډهطالبانمهم
مخکینې مطلب

صلیبي توطئې دتاریخ په اوږدوکې!

بل مطلب

د خواجه بهاؤالدين پښتانه: د تاتار له خوا د هاوان مرميو او راکټونو تر باران لاندی یو

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com