یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د بشري حقونو د څار ادارې او د غونډو د ملايانو د پام وړ

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جولای 14, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
413
ځلې شریک شوی
137
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 خالد رعد

 د بشري حقونو د څار ادارې يو تن نماينده په بروسل کې د ناټو غونډه (10-11-July-2018) کې په ډاګه کړه چې ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د غير قانوني بمباردونو په پلټنه او تحقيق کې پاتې راغلې ده، دغه راز يې ويلي چې په دې برخه کې د افغان دولت ظرفيت هم د نشت برابر دی، چې له امله يې د عملياتو په مهال د عسکرو له لوري په ملکي مرګ ژوبله کې زيادت ليدل کيږي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

د هيومن راټس واچ ادارې دغه راپور مې نيمايي ته نه و رسولی چې د پکتيا په زرمت، د ننګرهار په خوګياڼو او د کندز په چهاردره کې د امريکايي او کورنيو وحشيانو د بې رحمۍ ټکان ورکونکی خبر راورسيد.

په زرمت کې د يوې کورنۍ ۱۵ غړي د ماشومانو او ميرمنو په ګډون او ټول ۳۵ تنه په بمبار او مخامخ ډزو کې په شهادت رسيدلي او د ۵۰ تنو شاوخوا د بنديانو په توګه وړل شوي دي، په خوګياڼو کې سلامت کلی، بازار، مساجد او مکاتب په خورا قساوت بمبار شوي، موټر سوزول شوي او ۶ تنه ملکيان وژل شوي دي، همدا رنګه په چهاردره کې د لومړنيو معلوماتو له مخې ۲۲ تنه د بې رحمانه ړندې بمبارۍ له امله شهيدان شوي دي. دا خبر په داسې حال کې اورو چې لا د جدې د علماؤو د غونډې په اړه بحثونه د لومړۍ ورځې په څير ګرم دي، تر اوسه پورې دغې غونډې ته د رسنيو تبليغات دوام لري او تر نن ورځې پرې د عامو مسلمانانو، په ځانګړي ډول افغانانو، اعتراضونه جريان لري، چې لا هم بې ځوابه پاتې دي او ممکن د ځوابولو خوله هم ورته پيدا نشي.

د بشري حقونو د څار اداره او د غونډو علماء کرام دې خبر وي، چې په زرمت کې د کليوالو قتل عام له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د پنټاګون د يو عسکر له وژل کيدو وروسته انجام شوی، پنټاګون په پکتيا کې د خپل ۳۲ کلن عسکر کرسټوپر اې سيليز (Christopher A. Celiz) وژل کيدل تائيد کړل او د امريکا د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ ۷۵يم کنډک قومندان (برانډ ټيګ ټيمر) وويل چې سيليز ملي خزانه وه او مرګ يې ورته لوی زيان دی.

خو د کابل چارواکي، چې په پوره سپين سترګۍ په جګړو کې د خارجي ځواکونو ښکيلتيا نه مني او د غونډو د علماؤو سترګې يې هم په همدې خبره ورپټۍ کړې دي، تر اوسه د خجالت له امله خاموش دي، د دوی ځينو ويندويانو سره له دې چې ټولنيزې رسنۍ د ملکي وګړو په وينو لړليو انځورونو ډکې دي، بيا هم ادعا وکړه چې: (از اثر ضربات هوایی در والسوالی زرمت ولایت پکتیا 74 تن دهشت افگن به شمول 7 تن از قوماندانان کلیدی طالبان کشته، 8 تن زخمی، 3 قرارگاه، 2 دیپو 3 عراده موتر و چندین عراده موتر سایکل دشمن از بین برده شده اند) دغه راز کله چې په ننګرهار کې د يو ۱۲ کلن ماشوم په ډزو امريکايي عسکرو ته مرګ او ژوبله واوښته، بهرنيو او کورنيو پوځونو خپل زړونه د بازرونو، کورونو او عام النفعه تأسيساتو په بمبارولو او سوزولو يخ کړل او دغه راز يې ۶ تنه کليوال له تيغه تير کړل. د کندز پيښه هم دې ته ورته ده.

د بشر حقونو د څار اداره بايد بې ځنډه د دغو پېښو په اړه کره معلومات او شواهد نړيوالو ته وړاندې کړي او د عاملينو د محکمې او سزا ورکولو کلکه غوښتنه دې وکړي، بايد له دې پېښو سره داسې چلند ونکړي لکه په کندز کې د مدرسې د بمبار په مهال يې چې وکړ، هغه مهال تر هغو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه نه ويل کيدل، تر څو چې ګرد افغانستان پرې غبرګون وښود، چې بيا هم يوناما کمزوری غږ اوچت کړ او هم د کابل غلامانو.

او د يرغلګرو او د کابل ادارې په تبليغاتو/زر او زور تيروتليو علماؤو ته دې هم معلومه وي، چې نور دې د افغان ولس سترګو ته خاورې نه شيندي، دوی که هر څو حقايق او د الله تعالی کلام تحريف کړي، مشاهدات او عيني واقعيتونه هڅکله په بل شکل نشي بدلولای، که بيا هم له دغو ذليلو هڅو لاس نه اخلي؛ نو دا به صرف او صرف د دوی علمي حيثيت ته په زيان تمام شي او يوه ورځ به د همدې وژل شوي، ټپي شوي او شکنجه شوي ولس رحم او کرم ته پاتې شي.

مخکینې مطلب

فراه ولايتي شورا: د طالبانو برید کې پنځلس ملي اردو عسکر وژل شوي

بل مطلب

کابل: ټاکنو کې د احتمالي پريکون په اړه د ګوندونو د مشرانو ناسته روانه ده

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com