پکتیا: زرمت کې د امریکایانو په ګډون د کمپاین ۲۳عسکر وژل شوي

تازه راپورونه وایي، چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال طالبانو د کمپاین له عسکرو سره څو ساعتیزه مخامخ جګړه کړې، چې د تلفاتو تر لیدلو وروسته ګډو ځواکونو د خلکو کورونه بمبار کړي.
ځایي خلک وایي، طالبانو له کلیو او کورنو لرې له راغلې قوې سره جګړه کړې او د امریکایانو په ګډون ګڼ شمیر ضربتي عسکر یې وژلي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي “ د جګړې په جریان کې د یوه جنرال په ګډون ګڼ شمیر امریکايي عسکر او د کابل ادارې تر ۲۳ ضربتي ځواکونه ووژل شول“
هغه زیاتوي، ګډو ځواکونو د تلفاتو تر لیدلو وروسته پر ولسي میشت ځایونو چې د دوی افرادو هلته هیڅ شتون نه درلود، بمباري کړې او ګڼ ملکي تلفات یې اړولي.
د راپورونو تر مخه ، په دې جګړه کې ۶ وسلوال طالبان او ۴۵ عام ولسي وګړي چې غوڅ اکثریت یې ښځې او ماشومان و او یوولس کسه د یوې کورنۍ غړي و، وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د قربانیانو کورنۍ وایي، د حکومت دا ادعا چې ګواکې طالبانو یې د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې وه یا یې هم د دوی له کورونو د سنګر په توګه کار اخیست، کاملاً بې اساسه ادعا ده او کوم حقیقت نه لري.
د روانې جګړې په اوږدو کې ډير ځله ليدل شوي چې امريکايانو او دولتي عسکرو د ځاني يا مالي زيان ګاللو وروسته د غچ اخيستلو په هدف بې له توپيره ټوله سيمه بمبار کړې، چې ډيری پکې ولسي وګړي تلف شوي دي.



