پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

سید محمد؛ د افغان غلامانو پر مخ درنه څپېړه!/ بدرالدین ابدال

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جولای 15, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
335
ځلې شریک شوی
209
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

موږ باید د الله جل جلاله ډېر شکر اداء کړو، چې موږ یې د نړۍ د نورو خلکو غوندې بې احساسه نه یو پیداکړي. اوسني عرب په خرمستۍ مصروف دي او پر فلسطین چې څومره ظلم عربان کوي، دومره ظلم پرې یهود نه کوي. فلسطین د سعودي عربستان، مصر، عرب متحده اماراتو او نورو عرب هېوادونو له‌خوا هره ورځ ځپل کېږي. اته میلیونه یهود پر ۲۶۳ میلیونه عربانو واک چلوي او ډېری عرب هېوادونه غواړي چې له اسراییلو سره ښې اړیکې ولري او باید دغه دوستي(!) خرابه نه شي. که پر فلسطین هره ناروا کېږي، نو حتماً پکې د یوه عرب شیخ لاس وي.

پر افغانستان هر هېواد خپل زور ازمایلی دی. له انگرېزانو سره نیمه نړۍ وه او هغه وخت د افغانستان نفوس به څلور میلیونه نه وو؛ خو دلته یې درې پرله‌پسې ماتې وخوړې او انگرېزان مجبور شول، چې  د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني. روسان هم د نړۍ د ایل کولو په نیت راووتل. د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه یې ونیول؛ خو کله یې چې پښې افغانستان ته رادننه شوې؛ نو د بېرته وتلو لارې ټولې پرې بندې شوې. روسانو نه یوازې افغانستان پرېښود، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونه ته یې هم خپلواکي ورکړه او خپل پوځ یې ترې وویست.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

روسان داسې په اسانه ونه وتل، بلکې دوه نیم میلیونه افغانان شهیدان شول، د پنځه میلیونه افغانانو هجرت او دوه میلیونه معیوب افغانان یې تر شا پرېښودل. د دومره قربانیو په پایله کې شوروي اتحاد ړنگ شو او یوازې اوسنۍ روسیه پاتې شوه.

د روسیې له شرموونکې ماتې وروسته امریکا د نړۍ واگې په لاس کې واخیستې. ځکه سر سخت سیاله«روسیه یې» ځپل شوې وه. د روسیې اقتصاد مات شوی و او خلک یې یوازې د گېډې مړولو په غم کې وو. د امریکا لاسونه تر افغانستان راوږده شول او د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ښکاره وویل: یا له امریکا سره او یا د دوی په اصطلاح له ترهگرو سره. نړۍ باید یو انتخاب ولري. د دغه اعلان وروسته د نړۍ وحشیان افغانستان ته راغلل. له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۸ پورې امریکا، ناټو او د دوی په لاس روزل شوي پوځ د افغانان وژلو له‌پاره له هرې نوې وسلې څخه کار واخیست. هره ورځ بمبار، انفجار، ودونه، جنازې، خیراتونه، عام بازارونه او هره شېبه مرگ او د درد د دوی د راتگ ثمرې دي، چې له تېرو اوولس کلونو راهیسې یې موږ گورو؛ خو  لا هم د دغه وحشیانو زړونه ساړه شوي نه دي او هره ورځ د یوې دردونکي خبر پیل وي.

په لومړیو کلونو کې هېچا فکر نه کاوه، چې تیت ـ پرک طالبان به بیا یو ځای کېږي او د امریکا پر وړاندې جهاد یوازې خیال و. طالبان بیا یو ځای شول او په لومړیو کې یې یوازې له ژېړو بوشکو کار اخیست. د امریکا پوځ نور د خپلو مړیو په لېږدولو ستړی و او ویجاړ شوي ټانگونه یې اوس هم په ځینو سیمو کې پاتې دي. دې مبارزې ډېر ژر ټول افغانستان ونیوه. طالبانو په تېرو اوولس کلونو کې داسې بریدونه وکړل، چې آن بارک اوباما یې هم په ژړا کړ. د «CIA» پر مرکز برید یې یوه وړه بېلگه ده، چې د امریکا د تاریخ کې داسې حیرانونکې پېښه نه وه شوې.

د امریکا پر وړاندې هر چا تر خپلې وسه مبارزه روانه ساتلې ده. بم، لور، چاقو او هر څه چې پر مخه ورغلي، مبارزینو ترې گټه اخیستې ده. دوه ورځې وړاندې د هغه ماشوم انځور د رسنیو د سرټکی شو، چې په ننگرهار کې یې یو امریکايي وویشت، خو له بده‌مرغه دغه ماشوم افغان پوځیانو شهید کړ او جسد یې هم کورنۍ ته نه ورکاوه، چې له څو ساعته ځنډ وروسته یې ورکړ.

امریکا باید له سیدمحمد زده کړه وکړي!

امریکا او کورني گوډاگیان باید پوه شي، چې دلته خلک تاسې نه غواړي او ستاسې مرگ ته ټول په انتظار ناست دي. که هغه سپین ږیري دي، که ماشومان دي، که ځوانان دي. امریکا دې په افغانستان کې خپل ۱۷ کلن موجودیت ته بیا سر ورښکاره کړي، چې دلته د دوی پر وړاندې خلکو څه ډول مبارزه کړې ده؟ د امریکا له دومره ټینکالوجۍ سره ـ سره بیا هم خلک قرار ناست شوي نه دي او لا هم غرونه له خلکو ډک دي.

که په وژنو، شکنجو، نیولو، ځورولو او بندي کولو خلک ډارېدی، نو اوس به یې وختي امریکا ته د غلامۍ سرونه ټیټ کړی وای؛ خو نه خلک ازادي غواړي او د امریکا وتل. د امریکا دویمه ماتې به دلته وي. امریکا به خپل تاریخ کې حتماً لیکي، چې له ویتنام وروسته موږ دویمه ماتې په افغانستان کې وخوړه. هغه ماتې داسې وه، چې د امریکا راتلونکي نسلونه یې به خپلو حافظو کې ساتي او بیا به پر کوم هېواد د یرغل کولو اراده نه کوي.

د سید محمد وصیت لیک

زه سید محمد له مور او ټول کور نه بښنه غواړم او د خان موبایل کې مې لږ، لږ پټ گیمونه او گوتې مې وهلي دي بښنه راته وکړه.

او له ما نه مشرانو څه بده خبره به مې درته کړي یې او په تیز غږ به مې خبرې درته کړي وي بښنه راته وکړئ. ما د مور څه خدمت نه دی کړی بښنه راته وکړئ، په کشرانو به مې شفقت نه وي کړی بښه دې راته وکړئ. او تومانچه مې بې اجازې وړې د جهاد لپاره الله به مو په کور کې برکت واچوي بښنه راته وکړئ الله جل جلاله دې ماته شهادت رانصیب کړي.

د جمعې په ورځ به ان شاءالله جهاد ته ځم الله جل جلاله دې شهادت رانصیب کړي. سبزي یا نور خوراکي غذاء رانه راغوښتې وي څه کمی به رانه شوی وي پکې بښنه راته وکړئ. د قیامت ورځ ډېره سخته ده. مور، پلار، تره، دتره زامن، خور، گاونډیان ټول راته بښنه وکړئ.

لوی ټکي: بدرالدین ابدالپر امریکايي عسکرو بریدسیدمحمدمهمننگرهار
مخکینې مطلب

 سوله يې زمونږ په وينو سره کړله

بل مطلب

خوست چارواکي: د پاکستاني مليشو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com