شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

سپيني مانۍ د طالبانو سره د مخامخ خبرو امر ور کړی دئ

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جولای 16, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ

595
ځلې شریک شوی
276
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

د متحده ایالاتو معتبر اخبار نیویارک ټایمز د جولای پر ۱۵ باندي خبر ورکوي چي جمهورریس ټرمپ خپلو ټاپ دپلوماتانو ته امر کړی دئ چي د طالبانو سره د مخامخ خبرو لاري چاري ولټوي. د ښاغلي ټرمپ دا امر د متحده ایالاتو په پالیسۍ کي یو عمده بدلون دئ،‌ او هدف ئې دا دئ چي د افغان ۱۷ کلن جنګ د مذاکراتو له لاري فیصله کړي.

دا هم ولولئ

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

اخبار لیکي چي طالبانو له ډیر وخت راهیسي ټینګار کاوه چي هغوی غواړي اول له امریکایانو سره د سولي خبري پیل کړي، خو متحده ایالاتو اصرار کاوه چي طالبان باید د کابل له حکومت سره خبري وکړي.

د متحده ایالاتو عالي رتبه مامورین د امریکا د ستراتیژۍ همدا عمده بدلون تایید وي. هغوی وايي چي اصلي هدف د مذاکراتو له لاري د دې روان اوږده جنګ ختمول دي. هغوی وايي چي د ټرمپ اداره دې نتیجې ته رسېدلې ده چي د امریکا نوې ستراتيژي کوم محسوسه نتیجه نه ده ورکړې، او نه ئې هم د طالبانو مومنټوم ور سوکه کړی دئ.

نیویارک ټایمز لیکي که څه هم د سولي د مذاکراتو لپاره ټاکلې نېټه نه ده اعلام سوې، خو خبرو ته د متحده ایالاتو چمتو کېدل پر دې دلالت کوي چي امریکا غواړي د افغانستان بن بست مات کړي.

اخبار وايي چي ټرمپ تېره میاشت فیصله وکړه چي امریکايي دپلوماتانو ته زیات واک اختیار ورکړي، څو مذاکرات بېرته راژوندي کړي. پدې تېرو څو هفتو کي، عالي رتبه امریکايي دپلوماتان کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړل، څو د امریکا او طالبانو تر مینځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي. په همدې لړ کي، د امریکا خارجه وزیر ښاغلی پامپيو او مېرمن ایلس ویلز سیمي ته سفرونه وکړل.

مېرمن ایلس ویلز وايي،«زه فکر کوم چي پدې برخه کي ښاغلي پامپيو په وضاحت خبري وکړې. هغه وویل چي موږ چمتو یو چي د طالبانو سره خبري وکړو، او د مذاکراتو لپاره اسانتیاوي برابري کړو. موږ به خپل ټول کوښښ وکړو چي طالبان او د کابل حکومت پر یوه مېز راغونډ کړو.»

اخبار لیکي چي ځیني افغان چارواکي وايي د متحده ایالاتو او طالبانو تر مینځ مخامخ خبري به بالاخره د طالبانو،‌ کابل حکومت، امریکا، او پاکستان تر مینځ خبرو ته لاره خلاصه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چي امریکايي چارواکي دې فیصلې ته رسېدلي دي چي د طالبانو سره د مخامخ خبرو پرته بله چاره نسته، ځکه طالبان به هیڅکله همدا غوښتنه خوشي نه کړي.

اخبار لیکي چي ټرمپ د افغان له جنګه ستړی سوی دئ،‌ او ځو کرته ئې خپل نارضایت په ډاګه کړی دئ. هغه غواړي چي د افغان جنګ ژر تر ژره ختم سي.

لوی ټکي: امریکاطالبانم‍ذاکراتنیویارک ټایمزواحد فقیري
مخکینې مطلب

کابل او بغلان کې نږدې ۳۰تنه امنیتي منسوبین له طالبانو سره یوځای شوي

بل مطلب

اشرف غني سياسي ګوندونه، خاصتاً حکمتيار ډنډاس کړ

ځانګړي مطالب

خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com