(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۶) د ايران د برېښنا مسئولينو ويلي، چې د افغانستان په ګډون به په ګاونډيو ملکونو خپله وارداتي برېښنا پرې کړي.
د ايران د اوبو او انرژۍ وزير رضا اردکانيان ويلي، چې هېواد يې پريکړه کړې ترڅو په “افغانستان، پاکستان او عراق” خپله وارداتي برېښنا بنده کړي.
د دغه هېواد د انرژۍ او اوبو مسئولينو، د دې کار لامل د اوبو بحران او کموالی بللی چې دغه هېواد ورسره مخ دی.
اردکانيان ويلي، ايران تر دې مخکې افغانستان، عراق او د پاکستان جنوبي سيمو ته برېښنا صادروله خو زياتوي په هېواد کې د اقتصادي بحران د رامنځته کېدو له کبله يادو هېوادونو ته د برېښنا صادرات پای ته رسوي.
که څه هم تېره اوونۍ له هرات ولايت څخه د ايران د وارداتي برېښنا د پرچاوۍ راپورونه ورکول شول چې ورسره په دغه ولايت کې د صنعتي ښارګوټي لسګونه فابريکې تړل شوي دي.
خو تازه ايران ويلي، چې نور د افغانستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته د برېښنا صادرات نه شي کولی.
په هرات کې د فابريکو څښتنان او سوداګر وايي، د ايران د وارداتي برېښنا بندېدو سره ډيری فابريکې تړل شوي، دوی ته لسګونه ميليونه ډالره زيان اوښتی او زرګونه کسان بېکاره شوي دي.
په ۱۹۳۷کال کې افغانستان له ايران سره د هلمند پر اوبو يوه موافقه کړې چې له مخې به يې افغانستان ایران ته په نورمال حالت کې په يوه ثانيه کې دوه ويشت متره مکعب اوبه د ضرورت پر اساس او څلور متره مکعب اوبه د افغانستان د ښه نيت پر بنسټ ورکوي.
ايران اعتراض کوي چې د هلمند پر سيند جوړېدونکي بندونه دوی ته ورتلونکې ټاکلې اوبه کموي. او په مئ مياشت کې د دغه هېواد د بهرنو چارو وزير جواد ظريف ګواښ وکړ که افغانستان د دوی حقابه (Water Right)تعين شوې اوبه ورپرېنږدي دوی به يې هم پر وړاندې عکس العمل وښيي.
















