(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۶) د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د فاتحې د مراسمو پر مهال چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرپل امنيه قومندان عبدالقيوم باقي زوی وايي، پېښه نن ماسپښين د يادې ولسوالۍ مربوط د اجيرم په کلي کې رامنځته شوې ده.
د باقي زوی په خبره، چاودنه د طالبانو په سيمه کې شوې او د درې قومي مشرانو په ګډون پنځلس تنه ملکيان او اووه طالبانو پکې وژل شوي دي.
نوموړی زياتوي، بريدګر د داعش ډلې پورې اړوند و او په ځان پورې چاودېدونکو توکو ته يې د غونډې په منځ کې چاودنه ورکړې ده.
يوې سيمه ييزې سرچينې سلام وطندار وته ويلي، په پېښه کې د وژل شويو شمير اووه ويشت او له شلو زيات ټپيان دي چې ډيری يې ملکي وګړي دي.
که څه هم د سرپل چارواکي وايي، دغه چاودنه د داعش ډلې له لوري شوې خو د ځايي اوسېدونکو په ګمان دا يو بې پيلوټه بريد هم کېدلی شي.
تر اوسه طالبانو یا داعش ډلې دغه چاودنې په تړاو څه نه دي ويلي.


















