ولسي جرګې غړي: د جګړې اصلي لوری امريکا ده باید له طالبانو سره خبرې وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۷) د افغانستان د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي، د افغان جګړې اصلي لوری امريکا ده او امريکايان بايد له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني زياتوي چې د ملي يووالي حکومت د سولې د راتلو وړتيا نه لري.
دغه څرګندونې نن د ولسي جرګې غړو په امتيازي ساعت کې وکړې او ويې ويل چې د سولې په برخه کې که امريکا اقدام ونه کړي سوله نه شي راتلی.
د جرګې غړی جعفر مهدوي وايي، د ملي يووالي حکومت د سولې شورا په نامه اداره د سولې په برخه کې هيڅ لاسته راوړنې نه لري، دغه اداره د هېواد په ګټه نه ده ځکه چې د سولې د راوستلو صلاحيت او وړتيا نه لري.
جعفري زياته کړه، نور دې په تشو خبرو ولس نه تېر ایستل کېږي باید د سولې لپاره عملي ګام واخيستل شي.
د جرګې غړي وايي، حکومت يواځې د سولې راوستو ژمنې کوي په داسې حال کې چې جګړه لا پسې پراخيږي زياتوي چې افغان حکومت د سولې لپاره رڼه تګلاره نه لري او هڅې يې بې پايلې دي.
وړمه ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امريکا ولسمشر ټرمپ خپلو ديپلوماتانو امر کړی ترڅو د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره زمينه برابره کړي.
د ټرمپ یادو څرګندونو له ځان سره بېلابېل غبرګونونه لرل او تېره ورځ د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلميار وويل: د سولې په راتګ کې د امريکا رول مهم دی خو بايد هر ډول خبرې د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.
د مسلميار د پرونيو خبرو په غبرګون ځينې وکيلانو وويل، له طالبانو سره د جګړې اصلي لوری امريکا ده او پر امريکا يې غږ وکړ چې په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.



