پکتیا او بلخ کې ۱۹ امنیتي منسوبین له طالبانو سره یوځای شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۹)
خبرونه وایي چې د پکتیا ولایت په احمدخیلو او د بلخ په چهاربولک ولسوالیو کې ګڼ شمیر امنیتي منسوبین د طالبانو لیکو ته ورغلي.
طالبان وایي، ۱۶ تنه عسکر او پولیس د احمدخیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له خپلو ټولو مهماتو سره یوځای له دوی سره ملګري شوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوځای شویو عسکرو نومونه هم نشر کړي او ترڅنګ یې ویلي چې د یوځای شویو سرتیرو دروند هرکلی یې کړی.
دغه راز مجاهد ادعا کړې چې د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې درۍ تنه پولیسو وسلې پرځمکه ایښې او د دوی پر وړاندې یې له وسلوال مخالفته لاس اخیستی.
د بلخ او پکتیا چارواکو تر دې مهاله په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه اونۍ وړاندې د کابل په خاکجبار، د بغلان په برکه او د کندهار په معروف ولسوالیو کې تر ۱۰۰ ډیر امنیتي ځواکونه له خپلو دندو لاس په سر شوي او وسلې یې طالبانو ته سپارلې.



