(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰)
د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ليکلي، چې په افغانستان کې ميشت امريکايي پوځيان د داخلي بريدونه له کبله سخت اندېښمن دي.
نيويارک ټايمز ليکي، د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته د بهرنيو ځواکونو له لوري پوځي روزنه ورکول کېږي خو ډير کله په دغه روزنه کې امريکايي پوځيان او روزونکي ژوند له لاسه ورکوي.
ورځپاڼې د هغه برید يادونه کړې څو ورځې مخکې د روزګان په هوايي ډګر کې د يوه افغان عسکر له لوري پر بهرنيو ځواکونو بريد وشو چې د امريکايانو په وينا په بريد کې يو عسکر ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
طالبانو ويلي و بريد د دوی د يوه نفوذي کس له خوا شوی چې پکې څلور امريکايي پوځيان ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.
امريکايي چارواکو د خپلو پوځيانو پر وړاندې دغه ډول بريدونه تر ټولو خطرناک بللي او نيويارک ټايمز ته يې ويلي، په داسې طرحو يې کار پيل کړی چې د امريکايي روزونکو او پوځيانو ژوند ته پکې خطر نه وي.
له کله راهيسې چې بهرني پوځيان افغانستان ته راغلي د عسکرو له خوا پرې بيشمېره وسله والو بريدونه شوي چې د امريکايي ځواکونو په ګډون پکې د ناټو غړو د نورو هېوادونو لسګونه عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
پر افغان او بهرنيو ځواکونو د ډيري بريدونو مسئوليت طالبانو منلی او هغه يې خپل نفوذي کسان بللي دي.
امريکايي چارواکي په داسې حال کې د داخلي بريدونو اندېښنه څرګندوني چې نن په کندهار او زابل کې پر افغان عسکرو داخلي بريدونه شوي او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند وايي، په ارغنداب کې يوه عسکر خپل څلور ملګري په ډزو وژلي خو د امنیتي ادارو له لوري نيول شوی، بل پلو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي د زابل په ارغنداب کې دوه عسکرو چې په وينا يې د دوی نفوذي کسان و خپل څلور ملګري وژلي او ځانونه يې طالبانو ته رسولي دي.
په وروستيو کې د افغان ځواکونو په ليکو کې داخلي بريدونه او پر بهرنيو عسکرو د افغان ځواکونو بريدونو افغان او بهرني لوړپوړي چارواکي اندېښمن کړي زياتوي چې دغه ډول بريدونه د افغان پوځيانو يو څه پاتې خپلمنځي باور هم له منځه وړي.
طالبانو په خپلو خبرپاڼو او اعلاميو کې ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې ډيری نفوذي کسان لري چې له موقع څخه په استفادې به په بهرنيو او دولتي ځواکونو بريدونه کوي.


















