جنرال دوستم له يوه کال او دوه مياشتو تبعيد وروسته کابل ته راورسېد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۱)
د ولسمشر غني لومړی مرستيال او د جنبش ګوند مشر جنرال دوستم د څه باندې يو کلن تبعيد وروسته کابل ته راورسېد.
نوموړی شاوخوا يو کال او دوه مياشتې مخکې د جوزجان پر پخواني والي او سيمه ييز سياستوال احمدايشچي باندې له جنسي زورونې او تاوتريخوالي وروسته د ناروغۍ په پلمه ترکيې ته تبعيد کړای شو.
له تېرو نوولس ورځو راهيسې د شمال په څو ولايتونو کې د هغه پلويانو هېواد ته د دوستم د راتګ او د نظام الدين قيصاري د خوشې کېدو په ملاتړ لاريونونونه پيل کړي چې لا هم دوام لري.
تېره ورځ ارګ ماڼۍ هېواد ته د جنرال دوستم راتګ تاييد کړ او ويې ويل چې نن ماذيګر به کابل ته راورسېږي.
ويل کېږي، د نوموړي د ښه راغلاست د ولسمشر دوهم مرستيال سرورو دانش په ګډون ګڼ چارواکي او د هغه پلويان د کابل هوايي ډګر ته ورغلي دي.
راپورونه او ارګ ته نږدې سرچينې وايي چې د ولسشمرۍ ماڼۍ “ارګ” او تر منځ په لاندې مادو هوکړه شوې ده.
لومړی: دوستم به د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه خپل کار ته ادامه ورکوي.
دوهم: پر هغه د جوزجان د پخواني والي او سياستوال احمد ايشچي له خوا د جنسي زورونې او شکنجې تورونه د محکمې له خوا فيصله کېږي.
درېيم: د دوستم نږدې ملګری او په شمال کې د هغه استازی زورواکی نظام الدين قيصاري به تر هغې په زندان کې وي ترڅو يې لويه څانوالي په اړه پريکړه وکړي.
څلورم: دوستم او قيصاري به د هغوی د پلويانو له لوري پيل کړيو مظاهرو ته د پای ټکی ږدي.
نن په کابل کې ډيری واټونه او لارې تړل شوې وې او ملي پوليسو او ملي اردو پر ځای ډيرې سيمې او واټونه د دوستم د شخصي مليشو او د هغه پر وسله والو ډک و.



