(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱)
د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار مربوط د بهسودو پله ته څېرمه غبرګې چاودنې شوي چې د ځايي سرچينو په وينا پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی په ياده سيمه کې چاودنې تاييدوي په خبره يې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
خوږياڼي د دغه چاودنو د څرنګوالي او هدف په اړه څه نه دي ويلي.
ځايي راپورونه وايي، دوهمه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د لومړۍ چاودنې ځای ته د امنيتي ادارو کارمندان او عسکر راټول شوي و.
عيني شاهدان وايي، چاودنې د بهسودو پل پر پوستې شوي او پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره شمير نه دی په ډاګه شوی.
تر اوسه د دغه چاودنو مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.















