جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د ”جګړو مور“ په کابل او ميره یې په ايران کې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 23, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
362
ځلې شریک شوی
96
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

امريکا چې پر څومره هېوادونو تېری کړی او هلته یې په يوه او بله بهانه جګړې پیل کړې، تراوسه یې په يوه هېواد کې هم کاميابي نه ده ترلاسه کړې. په ويتنام کې چې امريکا کومه ماتې خوړلې، افغانستان به یې تر هغې زياته وشرموي ځکه  تر ټولو زياته اوږده جګړه یې په افغانستان کې وکړه، خو کاميابي یې ترلاسه نه کړای شوه.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له افغانستان علاوه، امريکا په ازربايجان کې هم د روسیې پر خلاف د اکاشويلي له حکومت سره پوځي او هراړخيزه مرسته وکړه، خو بې له شرمه یې بل څه په نصيب نه شول.

 همدارنګه یې په عراق کې د بشپړ واک په ترلاسه کولو مرګونې جګړه وکړه. اما په عراق کې یې هم پوځي واک پايښت ونه کړ، ځکه خو نړيوال په دې اعتراف کوي چې د افغانستان جګړې په نورو هېوادونو کې هم جګړې وزېږولې.

امريکايي چارواکي پوه شول چې له شمالي کوريا سره ډغره وهل به ورته په ګران قيمت تمامه شي. له شمالي کوريا سره یې د بريدونو د ګواښونو پر ځای اړيکې نرمې کړې، خو له ايران سره لا د ډغرو اراده لري، چې د دواړو هېوادونو تر منځ لفظي تريخوالي یې وضعه ترېنګلې کړې ده.

د ايران ولسمشر، حسن روحاني، د امريکا د ګواښونو په ځواب کې ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ احتمالي پېښېدونکې جګړه به د ”جګړو مور“ وي.

د حسن روحاني له وينا دا په لاس راځي چې که امريکا له ايران سره جګړه پیل کړي، په سيمه کې به په نورو جګړو هم واوړي. خو تر ايران دمخه چې امريکا په افغانستان کې کومه جګړه پیل کړې ده، هغه ورته د مور حيثيت لري؛ د افغانستان له جګړې وروسته امريکا له نورو جګړو سره مخ شوه.

که د امريکا او ايران ترمنځ ترېنګلي حالات د جګړې تر درشله ورسېږي، يوه بله جګړه به پیل شي … بلې پيلېدونکې جګړې ته حسن روحاني ”د جګړې مور“ ويلي، خو امريکا په افغانستان کې د جګړو له مور سره مخ ده، که په ايران کې بله جګړه پیل کړي، هغه به ”د جګړو مور“ نه، بلکې د جګړو ميره ثابته شي.

حسن روحاني ټرمپ ته خبر ورکړی چې ټرمپ دې ”د زمري له لکۍ“ سره لوبې نه کوي. خو افغان ولس ورته دمخه خبر ورکړی چې امريکا دې له زمريانو سره لوبې نه کوي.

 ټرمپ په افغانستان کې د جګړې له موره نه شي خلاصېداى او نه د زمري له خولې ځان خلاصولاى شي. امريکا د زمري په خوله (افغان ولس) کې راګيره ده، تر ايرانه به پاتې نه شي. افغانانو د امريکا پر خلاف هوډ کړی، که امريکايي هوايي پوځونو د افغان ولس او د طالبانو په وينو مدرسې او جوماتونه سره کړل، تر هغو به ورسره مقاومت کوي څو سپينه ماڼۍ د امريکايانو په وينو سره کړي.

د روانې مياشتې په دویمه نيټه، ټرمپ اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې وه چې که پر ایران د امریکا له لګولو بندیزونو سرغړونې وشي، مجازات به شي.

 امريکا پر اروپايي شرکتونو په دې زور راوړ چې په يواځې سر امريکا د ايران پر خلاف هيڅ نه شي کولای. په کومو هېوادونو چې امريکا نازېدله، د هغو (المان، برتانیي او فرانسې) د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا له مالیې وزارته وغوښتل چې له ایران سره د شوې اټومي هوکړې د خوندیتابه په پار اروپايي شرکتونو ته له ایران سره د سوداګرۍ لاره پرانیستې پرېږدي.

که امريکا له  ايران سره د کړکېچ پنجه سخته کړي، په افغانستان کې به د جګړې د مور او په ايران کې به د جګړې د ميرې له لوري سخت تاوانونه وګالي.

 په افغانستان کې چې پر طالبانو امريکا د بمبار فشار راوړي، طالبان په نویو لارو او نویو تاکتيکونو د بهرنيو پوځونو په مقابل کې خپل مقاومت نور هم سخت کړي، او که پر ايران فشار زيات کړي، نو ايران له سره تنګي علاوه  نور د تېلو د صادرولو تنګي هم لري .

په افغانستان او ايران کې د جګړې د مور او ميرې تاوانونه ګالل به د امريکا اقتصادي ملا ماته کړي. امريکا د افغان ولس په مقابل کې په ٢٠١٤ز کال په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدلي ماموريت باوجود نور پوځونه رالېږي، خو افغان ولس خپل مقاومت نور هم غښتلی کوي. او حسن روحاني وايي چې د ګاونډيو، سعودي، بحرين او اماراتو یې سره اړيکې د ښه کېدو په درشل کې دي، په مقابل کې یې هيڅ نه شي کولاى.

امريکا په افغانستان کې د افغان ولس مقاومت او د ايران د مشر حسن روحاني ګواښونه، نه شي زغملاى، خو همدا دواړه به امريکا په ګونډو کوي. په افغانستان کې به یې ”د جګړې مور“ يا د زمري ولس مقاومت او په ايران کې، د روحاني په وينا، ”د زمري له لکۍ سره لوبې“ به یې له تيښتې سره مخه کړي.

مخکینې مطلب

د دوستم راتګ، د قیصاري نيول، لاريونونه او ستر اقتصادي زيانونه يې

بل مطلب

د جنوبي افریقا هېر شوی اتل امام عبد الله

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com