جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د دوستم راتګ، د قیصاري نيول، لاريونونه او ستر اقتصادي زيانونه يې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جولای 23, 2018
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
165
ځلې شریک شوی
87
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل

چارواکي وايي، په شمال کې د جنشيانو له لوري تړل شوي درې سوداګريز بندرونه او دولتي ادارې پرانيستل شوي دي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني وايي، د آقينې بندر، شيرخان بندر او حيرتان بندر د دوستم په امر د هغه د پلويانو له لوري پرانيستل شول.

د رحماني په وينا، اعتراض کوونکو لاريونونه پای ته رسولي او هرڅه عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

د جنرال دوستم د دفتر مشر عنايت الله بابر فرهمند هم تاييدوي چې ټول بندرونه د جنرال دوستم په امر پرانيستل شول او مظاهرې پای ته ورسېدلې.

په عين حال کې د انتخاباتو کمېسيون وياند حفيظ الله هاشمي هم تاييدوي چې په شمالي ولايتونو کې د دغه کمېسيون تړلي سيمه ييز دفترونه دوباره پرانيستل شوي دي.

له تېرو شلو ورځو راهيسې د جنبش ګوند پلويانو په شاوخوا اوو شمالي ولايتونو کې هېواد ته د دوستم د راتګ او د نظام الدين قيصاري د خوشې کولو لپاره اعتراضونه پيل کړل، درې سوداګريز بندرونه، دولتي ادارې، د انتخاباتو کمېسيون سيمه ييز دفترونه او لويې لارې يې تړلې وې.

له څوارلس مياشتو تبعيد وروسته د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم حکومت سره د پټې معاملې پر اساس بيرته هېواد ته راستون شو او ويل کېږي چې په شمال کې د نوموړي زورواکی قومندان هم د يادو مظاهرو د پای ته رسولو پر سر خوشی شوی دی.

د ارګ ماڼۍ او دوستم تر منځ په کومو مادو هوکړه شوې؟

راپورونه او ارګ ته نږدې سرچينې وايي چې د ولسشمرۍ ماڼۍ “ارګ” او دوستم تر منځ په لاندې مادو هوکړه شوې ده.

لومړی: دوستم به د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه خپل کار ته ادامه ورکوي.

دوهم: پر هغه د جوزجان د پخواني والي او سياستوال احمد ايشچي له خوا د جنسي زورونې او شکنجې تورونه د محکمې له خوا فيصله کېږي.

درېيم: د دوستم نږدې ملګری او په شمال کې د هغه استازی زورواکی نظام الدين قيصاري به تر هغې په زندان کې وي ترڅو يې لويه څانوالي په اړه پريکړه وکړي.

څلورم: دوستم او قيصاري به د هغوی د پلويانو له لوري پيل کړيو مظاهرو ته د پای ټکی ږدي.

ايشچي او لويه څارنوالۍ د دوستم – ايیشچي د لانجې په اړه څه وايي؟

د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي شاوخوا يونيم کال وړاندې ادعا وکړه چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم له لوري له وهلو وروسته جنسي زورول شوی دی.

اېشچي وايي، دولتي ارګانونه په ځانګړي ډول لویه څارنوالۍ او ستره محکمه باید د ده قضیه حل کړي.

دغه راز نوموړی د دوستم د بېرته راستنېدو په تړاو وايي، له دوستم نه د حکومت تود هرکلی ښيي چې حکومت د ده د قضيې پر سر معامله کړې ده.

دغه راز نن د افغانستان د سترې محکمې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته وویل، تر دې دمه د دوستم اړوند هېڅ ډول دوسیه دوی ته نه‎ده رسېدلې.

د دوستم بيا ځلې راتګ:

دوستم په کابل کې خپلو پلويانو د وينا پر مهال وويل ترکيې ته د تداوۍ لپاره تللی و، اوس ښه شوی زکه راستون شو زياته يې کړه چې لاريونونه او اعتراضونه بند کړئ، ټولې لارې خلاصې کړئ، قیصاري به ژر راخوشې شي او که خوشې نه شو بيرته به ترکيې ته لاړ شي او يوځل بيا به لاريونونه پيل شي.

د دوستم د دفتر مشر بابر فرهمند هم وايي، جنرال دوستم او قیصاري به نن سره وویني او په وینا يې د هغه د نیول کېدو ټول داستان به يې له خپلې خولې واوري.

اجرائيه رياست ته نږدې سرچينو هم ويلي نوموړی خوشې شوی او دا مهال په کابل کې په يوه ملمستون کې تر نظارت لاندې دی.

سوداګريزو بندرونو تړلو ستر اقتصادي زيانونه اړولي:

د سوداګرۍ او صنايعو خونې تر اوسه د يادو بندرونو پرانيستل نه  تاييدوي وايي خو وايي چې نن به دغه بندرونه پرانيستل شي.

د يادې خونې وياند صيام الدين پسرلی وايي، د اقينې، حيرتان او شيرخان بندر سوداګريزو بندرو دواړوو خواوو ته په مالونو بار سلګونه لارې او وسایط ولاړ پاتې و چې له کبله يې سوداګرو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

نوموړی وايي، د يادو بندرونو تړل کېدو سره په هېواد کې د نفتي موادو سربيره د ډيری توکو بيې هم لوړې شوي زياتوي چې له کبله يې سوداګرو ته ميليونونه ډالره زيان اوښتی دی.

د پسرلي په وينا، د يادو سوداګريزو بندرونو په خلاصېدو سره به په هېواد کې د تېلو او ګازو بېې بيرته  راټيټي شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین له ټولو افغانانو غواړي چې سیاسي مسایل باید د دې لامل نه‌شي چې زیان يې سوداګرو او ولسي خلکو ته ورسېږي.

شنونکي:

شنونکي هېواد ته د دوستم راستنېدل او د هغه د پلويانو له لوري حکومت ګواښل د اشرف غني او ارګ ستره ماتې ګڼي او په شمالي ولايتونو کې د جنبشيانو له کړنو او ګواښونو داسې ښکاري چې له تېرو څو کلونو راهيسې حکومت په يادو ولايتونو هيڅ واک نه لري او يواځې زورواکان پرې خپل راج چلوي.

له کابله چاپېدونکې ويسا ورځپاڼې په ننۍ تازه سرمقاله کې د دوستم راتګ او د اشرف غني حکومولۍ ته په اشارې ويلي: ” د متفكر اشرف غني د حكومت چلولو دغه بڼه چې ولس يې له څلورو كلونو راهيسې تجربه كوي، ډېره ناكامه او د ولس په منځ كې د عقدو او مخالفتونو پاروونكې ده”.

ويسا زياتوي، په قوي احتمال دا د بهرنيانو طرحې دي چې له بده مرغه تور يې په ارګ او يو شمېر چارواكيو پورې كېږي. خو د منفي پايلو درنه بيه يې زموږ عام ولس وركوي.

ورځپاڼې وړاندې ليکلي، “د اوسني حكومت تر پايه به ولس د همدغسې جرياناتو شاهد وي. حكومت به نيم اپوزيسيون هم وي، ملي پروژې به په ټپه ولاړې وي، ولس به د افرادو د هوسونو قرباني وركوي”.

لوی ټکي: ارګاشرف غنيايشچيجنبشياندوستمسوداګريز بندرونهسوداګرۍ خونه
مخکینې مطلب

د اشغال دوام دلته څه رامنځ ته کړل ، او څه به را منځ ته کړي ؟

بل مطلب

د ”جګړو مور“ په کابل او ميره یې په ايران کې

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com