ویسا:
جنرال دوستم راستون شو!
شناند:
له دې نه د دې شړیدلي حکومت د کمزورۍ ګراف په ډاګه معلومیږي
هیواد:
غني پاكستان ته برائت وركوي!!
شناند:
غني د خپل قدرت د ساتلو په موخه آن له خپل آبائي دین نه هم تیر دی پاتې خو لا پاکستان ته برائت ورکول
اراده:
له طالبانو سره د امريكا د خبرو موخه څه كېداى شي؟
شناند:
ځان ته د تیښتې مصؤنه او د راز پټه لاره پیدا کول
اصلاح:
د افغان ولس د مظلوميت اصلي اړخ
شناند:
پر خپلو مشرانو باور کول
ولسمشر د ګوندونو له استازو سره په خبرو کې:
د انتخاباتو په اړه د ګوندونو پر غوښتنو د بحث لپاره څلور اړخیز کمېسیون جوړېږي
شناند:
غني نور د سیند خړو اوبو اخیستی، د سیند زګ ته هم لاس اچوي.
باوري سرچینه:
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معینې په قطر کې له طالبانو سره کتلي دي
شناند:
اخ! مجبوریت ډیر بد شی دی، آخر هم امریکا طالب جان ته خپل سر ښکته کړ.
ماندګار:
انفجار در کابل جان دو کودک را ګرفت
مبصر:
و بمباردمان کندز جان چند کودک را ګرفته بود؟
د بلخ مدني فعالان:
په بلخ کې د مرموزو وژنو، تښتونو او غلاوو پېښې په بې سارې ډول ډېرې شوې دي
شناند:
نو عطا محمد نور به عایدات له کومو لارو پیدا کوي؟
د ننګرهار والي:
روغتیا پالان باید د داعش جنګیالیو او د اردو د سرتېرو یو ډول درملنه وکړي
شناند:
ځکه چې د یوه خره دوه غوږونه دي
سرنوشت:
د هېواد حالات پر کومه خوا روان دي؟
شناند:
د محمدي ص سپین بیرغ د رپیدا پر لور
هیواد:
په هوايي بريدونو كې؛ د ملكي مرګ، ژوبلې مخنيوى كېداى شي؟
شناند:
هو! چې ملي اردو د امریکا له غلامۍ لاس واخلي.
اصلاح:
ننګرهار؛ د تودو وينو تصوير
شناند:
په سبب د ظالمانو حاکمانو د علم او ادب زانګو اوس د اخ و ډب زانګو
اراده:
دوستم په افغان سياست كې د يوه متنازع شخصيت په توګه
شناند:
بلکې د یوه داسې وحشي شخصیت په توګه چې د افغانستان په تاریخ کې نه کله دا ډول وحشي تیر شوی او نه به بیا راشي.
ویسا:
كه پر زورواكو قانون پلى نه شي؛ نو…
شناند:
نو پر زورواکي پرده اچول کیږي او د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل کیږي
سیګار:
په افغانستان کې سوداګري او ټولنیز پرمختګ مخ پر ځوړ دی
شناند:
ځکه چې تاسې په دغه خاوره کې د جنګ بازار تود کړی
۸صبح:
ایشچی برای پس گرفتن دعوایش علیه جنرال دوستم شرط گذاشت
مبصر:
خدا کند که شرط اش خطرناک نباشد


















