(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲)
په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال حوزف ووټل کابل ته راغلی او د ټرمپ د جګړییزې ستراتیژۍ ننګه یې کړې ، لویدیځې رسنۍ د یادې ستراتیژې د ناکامي خبرونه ورکوي
د امریکا د ګلوبل پوسټ نشریې یو مطلب خپور کړی او زیاته کړې یې ده چې د ټرمپ جګړیزه ستراتیژي له یو کلن مزل وروسته خورا خونړۍ ،بې ارزښته او ناکامه ثابته شوې.
نشریه لیکي: د ۲۰۱۸ لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۶ افغانان په بمباریو، شپنیو چاپو او چاودنو کې وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
نشریه د لویدیځو شنونکو له قوله لیکي؛ امریکا نور په افغانستان کې د سولې او جنګ وړتیا په پوره توګه له لاسه ورکوي او ښایي د انزاوا پر لور نوره هم ورنږدې شوې.
نشریې پر امریکا غږ کړی چې د روانې جګړې د ختمولو لپاره دې جدي او هر اړخیز ګامونه پورته کړي.
تر دې وړاندې هم د لویدیځ معتبرو رسنیو د امریکایي ولسمشر ټرمپ تګلاره د ماتې پر پولو ولاړه بللې او له امریکا څخه یې د جدی اقداماتو غوښتنه کړې.


















