د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ د مخنیوي په موخه د ”عربي ناټو“ په نوم له عربو هېوادونو سره د یوه امنیتي او سیاسي اېتلاف جوړولو هڅه کوي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د زمري په پنځمه، د امریکايي او عرب چارواکو له خولې خبر ورکړی چې دا اېتلاف به د امریکا په ګډون د خلیج فارس له شپږو عرب هېوادونو، اردن او مصره جوړ وي.
ویل کېږي، د دې اېتلاف جوړولو موخه د توغندیو د دفاعي سیسټمونو، پوځي روزنې او د اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړیکو په برخو کې د دې هېوادونو د خپلمنځي همکاریو زیاتول دي.
رویټرز د خپلو باخبرو سرچینو له خولې لیکلي، سپینه ماڼۍ به د دې اېتلاف، چې اوس مهال ”د منځني ختیځ سټراټیژیک اېتلاف“ ( Middle East Strategic Alliance/ MESA) بلل کېږي، جوړولو په اړه د راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۲۱-۱۳مه نېټه، په واشنګټن کې د یوې ترسره کېدونکې غونډې پر مهال بحث وکړي.
سپینې ماڼۍ هم رویټرز اژانس ته تایید کړې چې دوی له څو میاشتو راهیسې ”له خپلو سیمه ییزو شریکانو“ سره د دې اېتلاف پر جوړولو کار کوي.
د رویټرز د خبر له مخې، یوه امریکايي چارواکي ویلي، سعودي عربستان په تېر کال کې له ټرمپ سره د دې هېواد د چارواکو د لیدنې پر مهال د یوه امنیتي تړون منځته راتګ مطرح کړی و.
امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي امارت ایران د منځني ختیځ په بې ثباته کولو، په ځینو عربي هېوادونو کې د خپل نفوذ پراخولو لپاره د نیابتي ډلو پر رامنځته کولو، او په زیاتېدونکې توګه د اسراییلو په ګواښلو تورنوي.
تر دې دمه لا څرګنده نه ده چې دا اېتلاف به له ایران سره څنګه مقابله وکړي.
د کارپوهانو په اند، د دې اېتلاف په جوړېدو سره به د واشنګټن او تهران اړیکې، چې د ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته تر پخوا خرابې شوې، نورې هم پسې خرابې شي.


















