(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۶)
د افغانستان د رڼو ټاکنو اداره “ټيفا” وايي، د ټاکنو کمېسيون په اوسني چمتووالي په هېواد کې د رڼو ټاکنو ترسره کول ناشوني دي.
دا څرګندونې د ټيفا ادارې مشر محمد نعيم ایوب زاده نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
نوموړي، د انتخاباتو لپاره د ټاکنو کمېسيون پر چمتووالي، په هېواد کې په روان سياسي امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده او زياته يې کړه “د هېواد امنيتي او سياسي وضعيت ته په کتو او د ټاکنو کمېسيون په دغه چمتووالي عادلانه او رڼې ټاکنې ناشوني دي.”
ایوب زاده د ټاکنو په اړه د سياسي ګوندونو د طرحې د تاييد تر څنګ وويل، باید ټاکنيز نظام تغير، د نومليکنې پروسه باطله او د نومليکنې پروسه دې له سره په بايومېټريک ټکنالوژۍ نه په استفادې ترسره شي.
نوموړي وويل، چې په بايوميټريک سستم د ټاکنو ترسره کول ښه دي خو په وينا يې اوس د دغه طرحې د ترسره کولو لپاره وخت نه دی پاتې.
د ایوب زاده په خبره، ځينې کړۍ هڅې کوي چې په ټاکنو کې د څارونکو رول تت او ټاکنې د بحران خواته يوسي.
شاوخوا يوه نيمه اوونۍ مخکې یو شمير سياسي ګوندونو خبرداری ورکړ چې د ټاکنو کمېسيون دې له ځنډ پرته د رايه ورکوونکو د نومليکنې پروسه باطله اعلان کړي.
“د ټاکنیز نظام بدلون، د رایه ورکوونکو د نومليکنې پروسې باطلول، د رایه ورکوونکو د نومليکنې پروسې په بيا پيل کې له بایومېټریک ټکنالوژۍ استفاده او په ټاکنو کې سیاسي احزابو ته ځانګړې ونډه” د دغه ګوندونو او سیاسي جریانونو غوښتنې دي.
يادو ګوندونو ګواښ وکړ، که غوښتنې يې ونه منل شي ټولې لارې چارې او امکانات به په کار واچوي، تر څو د ټاکنو پروسې مخه ډپ کړي چې په ترسره کېدو به یې په هېواد کې تاوتریخوالی نور هم زیات شي.
ټاكل شوې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې ترسره شي.


















