فاریاب د ګازو بیې په بیسارې توګه لوړې شوې

د فاریاب ولایت اوسیدونکي د ګازو د بیو له لوړ والي څخه شکایت کوي، او له حکومت څخه غواړي چې د یادې ستونزې حل لهپاره لاس پهکار شي.
خلک وایي، د یو کیلو ګازو بیه له ۴۲ څخه تر ۷۰ افغانیو لوړه شوې چې زیان یې یواځې ولسونه ګالي.
چارواکي مني، چې د ګازو بیې لوړې شوې خو زیاتوي چې په شمال کې وروستۍ نا امني او د خپلسرو وسلوالو کړنو یې په لوړوالي کې عمده رول لوبولی.
سوداګر وایي، په لویو لارو کې مافیایي کړۍ او د امنیتي ځواکونو له خوا د موټروانانو ځورونو ، دغه راز د لارو پر سر جنګ جګړو د تیلو او ګازو په لیږد کې عمده ستونزې جوړې کړې.
بل پلو بیا د دې ولایت د نفتو مدیر کنشکا رویا د امکاناتو او زیرمو نشتون هم د بیو د لوړوالي د لامل په توګه یادوي.
نوموړی وایي، سره له دې چې د تیلو او ګازو لوی زیرمتونونه نه لرو، خو بیا مو هم سوداګرو ته حکم کړی ، څو د خپلو وارداتو کچه له ۴۰ تر ۴۰۰ ټنو لوړه کړي



