کندوز: د ټانګ چپه کیدو له امله ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۷)
د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي، چې نن تر غرمې وړاندې د کندوز د دشت ابدان سیمه کې د نظم عامه پولیسو یو ګړندی موټر چپه شوی او ناستو امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې
د کندوز د ترافيکو مديريت د حادثاتو امر محمد ياسين رسنیو ته ویلي، په پېښه کې د عامه نظم ۲ پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
نوموړی وایي، په دې ترافیکي پیښه کې د پولیسو ټانګ هم ویجاړ شوی او په خبره یې چې یاده پیښه د پولیسو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې .
د کندوز د حوزوي روغتون سرطبيبې مرضيې يفتلي رسنیو ته ویلي چې د پیښې له ځایه ورته دوه مړي او ۶ ټپیان ور وړل شوي او په وینا یې چې، د ډیری ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښوودل شوی .



