(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۹)
د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي، د انتخاباتو د قانون د يوسل او څلورمې مادې پر اساس د ولسواليو شوراګانو ټاکنې ځنډول شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون وياند سيدحفيظ الله هاشمي وايي، د شوراګانو لپار د نوماندانو نيمګړي معيارونه، د ښځينه نوماندانو کموالی او د نا امي د دې لامل شوي چې د ولسواليو شوراګانو ټاکنې تر څلورو مياشتو وځنډول شي.
د دغه کمېسيون مسوولين وايي، د هېواد د ټولو ولسواليو له جملې به يواځې په څلوېښت ولسواليو کې قانوني ټاکنې ترسره شي او پاتې ټولو ولسواليو کې ستونزې شته.
ټاکل شوې وه چې د ميزان په اته ويشتمه نيټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
د شنونکو په باور دا چې حکومت له نيمايي افغانستان پر زياته برخه داسې ولکه نه لري چې ټاکنې پکې ترسره کړي نو د ولسوالسواليو شوراګانو سربيره د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې هم تر پوښتنې لاندې راتلای شي.
















