(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۹)
د لوړو زدکړو وزارت وایي، سبا ماسپښین مهال به د لوړو زدکړو د وزارت د غونډو په تالار کې د یو لړ مراسمو په لړ کې د روان کال د کانکور د ازموینو پایلې اعلان کړي.
د دغه وزارت ویاند ضیا ساحل وایي“ هڅه کوو سبا ورځ د کانکور د ازموینو نتایج رسماً اعلان کړو “
د یاد وزارت چارواکي وایي، چې سږکال د کانکو په آزموینو کې تر ۲۰۰ زره ډیرو کسانو ګډون کړی و، چې ښایي له ډلې یې ۱۱۶۴۳۲ تنه دولتي پوهنتونونو، د لوړو زدکړو مؤسسو او نیمه عالي دولتي بنسټونو ته جذب شي.
وزرات دغه راز ویلي چې نږدې ۵۴ زره تنه به مسلکي انستیتیوتونو او دولتي دارالعلومونو کې ومني.


















