یکشنبه, مارچ 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

داعشيان په مسلمانانو کې تفرق اچونې ووهل !

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 2, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې جنګیالي - انځور: د داعش رسمي خبري اژانس

په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې جنګیالي - انځور: د داعش رسمي خبري اژانس

280
ځلې شریک شوی
214
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه : مراد أنصار

د روسانو پر خلاف د افغانستان د مجاهد ملت له برياليتوب وروسته خپلمنځي تنظيمي جنګونو د احزابو له تعدد څخه د مسلمانانو سخته کرکه پيدا کړه ځکه چې د احزابو تعدد د خپلمنځي تنظيمي جنګونو اساسي عامل ؤ او دغو جنګونو د مجاهدينو او جهاد حيثيت ته سخت تاوان ورساوه او پر ځای د دې چې د جهاد په پايله کې يو اسلامي شرعي ريښتونی نظام حاکم شي، انارشي او سرتاسري فساد په افغانستان کې واکمن او داسې عروج ته ورسيد چې په تاريخ کې يې بيلګې کمې دي.

دا هم ولولئ

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

همدا لامل ؤ چې د طالبانو په مشرۍ د وخت د شر او فساد پر ضد د مبارزې له پيل وروسته کرار کرار د نړۍ د مسلمانانو د اسلامي خوځښتونو په ځانګړې توګه د جهادي خوځښتونو تر منځ يوه اجماع رامنځته شوه او تر يوه امارت لاندې راټول شول، هر چا دې امارت ته لاس ورکړ او له ځانځانۍ او تفرق څخه يې ځان ساته . د دې کمسارې اجماع په برکت جهادي خوځښتونه وتوانيدل چې د امريکا په مشرۍ د سترې صليبي ټلوالې په وړاندې ودريږي او د مسلمانانو مړاوې هيلې چې د اسلامي امت د عظمت د بيا راګرځولو په اړه يې درلودلې بيا راژوندۍ کړي .

د امريکا په مشرۍ د صليبي ټلوالې او د دوی د نوکرانو جنګي تبليغاتي ماشين ډيره هڅه وکړه چې دغه اجماع ړنګه کړي او د دې لپاره يې د جهادي حرکتونو په منځ کې ډول ډول بې بنسټه ترسيمونو ته هوا ورکړه او د ځينې کوچنيو ډلو او شخصيتونو د بې لارې کولو لپاره يې هغوی له اندازې زيات لوی او ځواکمن تبليغ کړل .

خو څرنګه چې د نړۍ د کفارو له دغه تکتيک څخه ټولو جهادي خوځښتونو پوره آګاهي درلوده او مسلمانانو يې د روسانو پر خلاف د جهاد له کاميابۍ وروسته ترخه مزه څکلې وه له همدې امله لوی الله جل جلاله د دوی په دام کې له ښکيليدو څخه وژغورل، مګر په عراق کې متأسفانه د جهادي قيادت له پرلپسې شهادتونو وروسته واک داسې چاته په لاس ورغی چې د ځانځاني فکر يې درلود، د تکفير نظريه يې درلوده ، له اولې ورځې څخه يې ستر لقبونه په خپلو نومونو پسې ليکه کړل ، د مسلمانانو په منځ کې د تفرق او فتنه اچونې لپاره يې مقدماتي کارونه پيل کړل او د وخت په تيريدو سره يې ډول ډول درزونه رامنځته کړل ، تر دې چې له نورو جهادي خوځښتونو سره يې ښکاره ټکر ته لاس واچاوه ، خپلسری خلافت يې اعلان کړ، چا چې له دوی سره بيعت نه کاوه هغه ټول خوځښتونه يې تکفير کړل او هغوی يې مباح الدم وګرځول، د مسلمانانو په منځ کې يې سترې فتنې او فسادونه رامنځته کړل ، د اسلام د غليمانو پر ځای يې جهادي حرکتونه له خپل ځان سره مصروف کړل او مجاهدين د دوی له لاسه د راټوکيدلو فتنو په دفع کولو بوخت شول.

د داعشي تکفيريانو د دې ناوړه اعمالو له لاسه د سوريې مجاهدين له سختو مشکلاتو سره مخ شول ، ډيرې سيمې يې له لاسه ورکړې ، په افغانستان کې د مجاهدينو فتوحات په هغه ساحو کې چې دوی ظهور وکړ يو څه ټکني شول او تر دې يې ډيره خطرناکه دا وه چې د مسلمانانو په سترو تاريخي او معاصرو ديني ، علمي او جهادي هستيو يې سختې ټاپې ولګولې او د شک او تردد يوه فضاء يې رامنځته کړه.

داعشيانو په يادو ناوړه اعمالو سره هيڅ تر لاسه نکړل، يوازې يې په غير مستقيم ډول د تيريګرو کفارو او د دوی د دوستانو مټ د جهادي حرکتونو په مقابل کې پياوړی کړ او د اسلام غليمانو ته يې د اسلام ، مسلمانانو او جهاد پر خلاف تبليغاتي مواد په لاس ورکړل .

د اسلام او مظلومو مسلمانانو سره د داعشي تکفيريانو دغه ظلم او خيانت د دې سبب شو چې د الله تعالی مصيبت پر دوی نازل شي، مغلوب شي، خوار او ذليل شي او هغه چاته د سلامي لاسونه پورته کړي چې پرون يې له هغوی سره په يوه نرمه خبره هم مسلمانان تکفيرول .

بناءً ! يادو حقيقتونو ته په پام سره دې پايلې ته رسيږو چې له تحزب او تعدد څخه د مسلمانانو لپاره بله لويه ويروونکې بلا نشته، ريښتوني مسلمانان او جهادي حرکتونه بايد د احساساتو پر ځای له هوش څخه کار واخلي ، د کفارو په ترسيمونو او تبليغاتي لويونو تير نه وزي، له تحزب او تعدد او تفرق څخه ځان وساتي، بيرته د خپلو تيرو کلونو اجماع راژوندۍ کړي او د بنيان مرصوص په څير د اسلام د غليمانو په مقابل کې ودريږي.  او هر څوک چې د تحزب او تعدد لاره خپلوي هغوی بايد په دې پوه شي چې په نهايت کې به له ذلت سره مخ کيږي ، کفار به پرې مسلطيږي او د تل لپاره به د مسلمانانو آزار او بد دعاء ورپسې وي.

مخکینې مطلب

کابل: سروبي کې د ملي اردو چورلکې سقوط کړی

بل مطلب

بادغيس کې "۱۰۰۰" زر وسله وال کسان د طالبانو ليکو سره يوځای شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
خبرونه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
خبرونه

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
خبرونه

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
خبرونه

حزب الله د اسرائیلي پوځیانو پر غونډه توغندیز بریدونه کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 14, 2026
0

حزب الله د اسرائیلي پوځیانو پر غونډه توغندیز بریدونه کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: يو شمېر هېوادونه به د هرمز تنګي د خوندي ساتلو لپاره جنګي بېړۍ واستوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 14, 2026
0

د سیمې د جګړې احتمالي پایلې؛ د ایران د بریا سناریو او د پاکستان د حیثیت پوښتنه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو پرېکړې له امله له افغانستانه مننه وکړه

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ملي دفاع وزارت: د مشرقي زون فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې، ۱۴ عسکر وژل شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران د سعودي پر الامیر سلطان هوايي اډه برید کې ۵ امریکايي د سون‌توکو الوتکې زیانمنې کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د عراق اسلامي مقاومت ځواکونو د متحده عربي اماراتو د تېلو ستر تأسیسات په نښه کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

حزب الله د اسرائیلي پوځیانو پر غونډه توغندیز بریدونه کړي

ډونالډ ټرمپ: يو شمېر هېوادونه به د هرمز تنګي د خوندي ساتلو لپاره جنګي بېړۍ واستوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com