(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۱)
د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د افغان پوځ د ملي اردو ځواکونو اړوند چورلکې سقوط کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت د دفتر سرپرست رادمنش د يادې چورلکې سقوط تاييدوي وايي، پېښه د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې او چورلکې بېړنۍ ناسته کړې.
پېښه تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ مربوط د اوبو بند په جنوبي خوا کې رامنځته شوې.
که څه هم رادمنش وايي، په ياده پېښه کې د هليکوپتر عملې يو تن ټپي دی خو د کابل د امنيې قوماندانۍ سرچينو ويلي، په پېښه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
ځينو سرچينو د چورلکې سقوط د برېښنا پايې سره ټکر کېدل بللي خو يو شمير ناتاييد شوي راپورونه وايي چې د طالبانو په ډزو نسکوره شوې خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
















