سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د داعشيانو ليږدوونکي هليکوپترونه ولې له شرمه پرېنوتل؟!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 2, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
13
ځلې شریک شوی
134
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه : مراد أنصار

د داعشيانو خروج ډيره دبدبه لرله ، په خپلو فلمونو کې به يې ځان داسې پياوړی انځوراوه  تا به ويل د نړۍ پر مخ له دوی سره د سيالۍ څوک نشته ، د هغو پهلوانانو په څير به د کمرو د دوربينونو په مخکې له تور هيبتي لباس او هيبتي نقابونو سره راڅرګنديدل چې په ډګر کې د زمري په څير ګرځي او څوک يې د مقابلې نه وي، ژبې يې د کپچه مارانو د نيښونو په څير ويستلې وې، نه يې د مسلمانانو اسلاف پريښودل او نه يې معاصرې علمي ، جهادي هستۍ  او خوځښتونه !

دا هم ولولئ

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

په ټولنيزو شبکو کې يې د خپلو حسابونو پر تندي ځانونه د سترو سترو لقبونو حقدار بلل او امتياز يې له ځان سره خوندي ساته، کوچنی او لوی يې خراساني ؤ ، له فکرونو ، ژبو او قلمونو څخه به يې د تکفير او ارتداد ټاپې د بي دوه پنځوس الوتکو د بمونو په څير په صادقو رجالو وريدلې ! تا به ويل چې د فرعوني امريکا بي دوه پنځوس فکري، لساني او قلمي الوتکې دي ، ريښتيا هم همداسې وې لکه بي دوه پنځوس الوتکې چې له لوړې ارتفاع څخه بمونه وروي دوی هم له عراق څخه په افغانستان او له اورګزو څخه په شام، يمن، سوماليا او نوره اسلامي او جهادي نړۍ د تکفير او ارتداد بمونه ورول !

د وياند هره خبره به يې اخطار او په مرګ ګواښل ؤ، ويل به يې يا موږ بې دليله ومنئ او يا ځانونو ته قبرونه وکيندئ، يو وخت مې دا خبره د پناه شوي مارژبي عدناني له خولې څخه د درنښت او وقار د يو ستر شخصيت او د طالبانو د شهيد ساروان د يو ليک په ځواب کې اوريدلې وه ما به فکر کاوه چې شايد د قبر کيندونکو ګراف به ډير لوړ او مارکيټ به يې ډير ګرم شي او کيدای شي د نړۍ د لويو شرکتونو تر منځ د قبر کيندنې د قراردادونو پر سر به يې تر منځ سخته سيالي پيل شي.

باقية باقية شعارونو به يې فضاء پر سر اخيستې وه !د فلمونو د نړۍ ريکارډ يې مات کړ، ځکه د نړۍ فلمونه زياتره تمثيلي وي، وحشتونه ، ظلمونه ، قتلونه، اورونه او بربادۍ پکې تمثيلي او غير حقيقي وي خو دوی به د خپلو فلمونو د جذاب کولو لپاره ټول وحشتونه ، ظلمونه ، قتلونه ، اورونه او بربادۍ په حقيقي ډول ترسره کولې ، انځورولې او وړاندې کولې. که کوم ريښتونی کافر به په لاس ورنغی د خپلو همسنګرو پروا يې هم نلرله ، فوراً به يې ذبحې ته چپه کړل ! د فلمونو قصابان يې هم زياتره هغه ناخبره ځوانان ؤ چې د غرب په کوڅو کې رالوی شوي ؤ  او په انګليسي به د انګليسانو په څير په درسته لهجه ګړيدلای شوای !

د دوی څيړنې او تجربې د نظامي تخنيک په پرتله د وژلو د طريقو په برخه کې زياتې وې، زما په فکر دوی د دې لپاره د څيړنو يو ستر مرکز لاره او د نړۍ له بيلابيلو برخو څخه يې د وژلو تکړه او ماهر قصابان راجمع کړي ؤ او  د وژلو د طريقو په برخه کې يې سترې لاسته راوړنې هم درلودې، د وژلو د طريقو ټول سابقني ريکارډونه يې مات کړل او له ليننيانو او جورج بوشيانو څخه يې د وژلو په برخه کې د نړيوالې اتلولۍ جام وګاټه ! د لينن د زامنو او د بش د کورنۍ د مرورتوب وجه له داعشيانو څخه همدا وه ، خو تور اوباما او هيلري کلنټن بيا د بوش په دغه ماته چې د امريکا د جمهوري غوښتونکو يوه پياوړې کورنۍ ده ډير خوښ معلوميدل ځکه يې سخت نازول او طالبان به هم چې کله ورسره په جنګ شول نو دوی به هڅه کوله چې د خپلو بمونو په زور داعشيان له څمليدو وژغوري او زوړ شيطان ليونی ټرمپ بيا په لومړي سر کې داعشيانو ته غوريده خو په پټه د ده هم ورسره مينه وه او هغه وخت به دغه مينې زور ترې وکړ او ترې ښکاره به شوه چې کله به طالبانو د دغه تورې بلا په تور مخ خپلې د حق درنې څپيړې راخلاصې کړې.

هوکې ! ريښتيا چې د ځمکې پر مخ هر څه پناه کيدونکي دي او يوازې الله به باقي وي، نن مې هغه مغرور داعشيان د سر په سترګو وليدل چې د جوزجان په ولايت کې هغه چاته ځوړند سرونه لاس په سلامي ولاړ ؤ څوک چې د نړۍ پر مخ تر ټولو زيات ذليل بلل کيږي، هم مسلمانان ترې زړه توري دي او هم يې اوس صليب په ملګرتيا شرميږي. څه موده له مخه مې له يو چا څخه واوريدل ويل يې په الله قسم ټرمپ خو په بروکسل کې د ناټو په سرمشريزه کې د سپينې ماڼۍ د يو نوکر په څير هم د ګډ حکومت دې دواړو شريکانو ته ونه کتل،دوی ډيرې زارۍ ورته وکړې چې لږ راسره څنګ ته شه، په دوه لويو الوتکو کې له پريمانه درباريانو سره له ډير لرې ځايه ستا د لمنې نيولو ته راغلي يو، هر څه ستا په پښو کې غورځوو، وايي هغه ډير ترې مرور ؤ ورته ويل يې زه مو وشرمولم ، ناټو مو وشرموله، زما ستراتيژي ستاسو له لاسه په شرمو وشرميدله، زه مو د يوې ټنګې کړم، هغه مياشتې مياشتې مشورې، هغه زما غرور او هغه اخطارونه تاسې په ځمکه وويشتل ، زه چې ژوندی يم نه به بيا درسره څنګ ته شم او نه به ستاسې په ( Yes  او Good-Good ) خطا شم .

د جوزجان د تسليم شوو داعشيانو بخت دا ؤ چې هليکوپترونه له شرمه ونه غورځيدل، زما يقين دی که له اول څخه هليکوپترونه پوه شوي وای چې په تاسې کې تسليم شوي داعشيان راوړو، داسې پښې به يې خرلې وای چې د چا پلار به هم له ځمکې څخه نه وای پورته کړي او که په لاره کې هم په دې پوه شوي وای چې داعشيان پکې سپاره دي له شرمه به غورځيدلي وای خو ظالم ګيلم جم هم په چل ول کې له چا کم نه دي، داعشيان يې داسې جوړ کړي ؤ تا به ويل د امر صاحب مسعود رفيقان دي او مشر ته يې پکول ور په سر کړی ؤ او دا کيدای شي روسي يا هندي هليکوپتر ؤ ، دوی لا له پخوا څخه له امر صاحب سره هم ډيره مينه لرله ځکه چې کله به دوی د روسانو له لوري د سابقني جهاد په دوران کې د سالنګ په کرښه راليږل کيدل، د آمر صاحب به خوله له خندا ورته ډکه وه ، ډير ښه روغبړ به يې ورسره کاوه او دې ته به يې پريښودل چې د کارمل زامنو ته ځان ورسوي او که دا هليکوپتر پوه شوي هم وي، په زړه به يې تيږه ايښې وي ، سترګې به يې ښکته اچولې وي داسې فکر به يې کړی وي چې موږ تاسو نه وينو، په موږ باندې د حنيف اتمر او ستانکزي چې دواړه زموږ د جوړوونکو ډير نيږدې رفيقان دي خاطر ګران دی او تاسو خو د هغوی نازولي ياست ، شرم به وزغمو خو تاسو به روغ ورسوو.

مخکینې مطلب

بادغيس کې "۱۰۰۰" زر وسله وال کسان د طالبانو ليکو سره يوځای شوي

بل مطلب

هغه به کومه ورځ وي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com