حافظ محمد قاسم زهیب
هغه به کومه ورځ وي چي خوشاله خوشالي شي
له غرونو څخه راشي او هوسا ستړی غازي شي
منظوري ذوالجلال ته شي سلګۍ د یتیمانو
اشغال کډه په څټ کړي او برحاله ازادي شي
مظلوم ولس مو نور له بدمرغیو څخه خلاص شي
نازل پرې رحمتونه نصرتونه الهي شي
جوړ فکر د هر ځوان شي په قرآن او احادیثو
ارمان د هر شهید پوره، نظام مو اسلامي شي
کړي ثبت د تاریخ پاڼې انقلاب د طالبانو
نوم ورکړي انقلاب ته انقلاب فدایي شي
د هر یتیم ماشوم په سر لاس تیر د ترحم کړو
سوکاله برقراره مو ټولنه افغاني شي
ملګري مو ټول راشي له باګرام ګونتنامو نه
«زهیبه!» بیا شروع مو د حجرې انډیوالي شي


















