راپورتاژ: الماس خدرخېل
تېره ورځ وروسته له هغې چې طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې له شمال څخه يې د داعش جنګياليو ټغر ورټول کړی ورسره سم حکومتي چارواکو هم د سلګونو داعش وسله والو او د هغوی د مشرانو د تسليمېدو خبر ورکړ.
طالبانو وويل، امريکايي او حکومتي الوتکو وخت په وخت د داعش جنګياليو دفاع کوله نو ځکه يې د هغوی پر وړاندې عملياتو ډير”څلورويشت ورځې” وخت ونيو او په ياده موده کې “د قوشتپې ولسوالۍ د قریه مغل او د درزاب ولسوالۍ د سردرې په فتحه سره ټولې سیمې له داعیشي ملیشو څخه ونیول شوې او په ټول شمال کې د دغو فتنه ګرو وروستۍ جرړه ووته”.
طالبان وايي، په دغه موده کې دوه نوي داعش جنګيالي وژل شوي، يوپنځوس ټپيان شوي، يوسل اته ويشت طالبانو ژوندي نيولي او د “د داعیش د مشر حبیب الرحمن رهبر، مفتي نعمت او د ارتباطاتو مسئول داملا صبغت الله په ګډون ۲۱۶ تنو داعشیانو د کابل ادارې ته پنا وروړي چې د کابل ادارې استخباراتو هم د خپل مخکني پلان په اساس د نجات لپاره سیمې ته هلکوپتر ورته را ولیږل ترڅو يې د مجاهدینو له وروستي ګوزار څخه وژغوري.”
خبرپاڼه کې د اوولس طالبانو د وژل کېدو او ديارلس نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی ويل شوي چې ياده مرګ ژوبله په تېرو څلورويشت ورځو کې د داعش وسله والو سره د جګړې پر مهال طالبانو ته اوښتې ده.
خبرپاڼه زياتوي، د طالبانو نظامي قطعې د جوزجان، سرپل او فاریاب ولايتونو له استقامتونو څخه په داعشيانو بريدونه وکړل او په دې وتوانېدل چې “د داعش له فتنه ګرو څخه ـول شمال تصفیه کړي” او خلکو ته يې د آرام اخیستلو او هوسا ژوند کولو زمینه مساعده کړي.
په عين حال کې د جوزجان د امنيې قوماندان فقير محمد جوزجاني هم وايي، د داعش مشر مولوي حبيب الرحمن، د هغه مرستيال مفتي نعمت الله له خپلو ۲۵۰ وسله والو جنګياليو سره د طالبانو د بريدونو له ویرې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
عسکرو ته چورلکې نه راځي خو داعشيان د جګړې له ډګره باسي؟
دا هغه پوښتنه ده چې د ځينو بهرنيو او داخلي چارواکو او سياسيونو هغه ادعا ثابتوي چې وايي په افغانستان کې امريکايان د داعش مرسته کوي او نامعلومه چورلکې د هغوی سيمو ته وسلې او وسله وال کسان لېږدوي.
د داعش وسله والو له تسليمېدو وروسته د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړې او د داعش قوماندان څرګندونې له داعشيانو د حکومت او امريکايانو د ملاتړ ښکاره ثبوت دی.
د جوزجان امنيې قوماندان وايي، د داعش جنګياليو په ليکو کې بهرني وسله والو هم شتون درلود خو نوموړی وايي، چې دغه کسان به يا وژل شوي وي او يا به په غرونو کې وي.
خو د صدای افغان رسنۍ د راپور له مخې چې د جوزجان د ولايتي شورا غړې حليمه صدف له قوله يې ليکلي: شاوخوا ۷۰ تنه داعش جنګیالي د ناپېژاندو چورلکو په وسیله د جګړې له ډګره تر ايستل کېدو وروسته له هېواده د باندې امن سيمو ته لېږدول شوي دي.
د جوزجان امنيتي مسئولينو ته د داعش ډلې مشر، قوماندانانو او سلګونو وسله والو تسليمېدلو ويډيوګانې او انځورونو کې داعش جنګيالي د حکومت تر واک لاندې سيمو کې له خپلو وسلو سره ليدل کېږي چې له رويې ښکاري چې ډير مطمین وي.
دغه راز په شمال کې د داعش جنګياليو ته په داسې حال کې د ملي اردو ځواکونو اړوند چورلکې رسېدلي چې د طالبانو له خوا تر سختې کلابندۍ او جګړې لاندې و.
په هغه ويډيوي انځورونو کې څلور چورلکې او ګڼ شمير دولتي وسایط ليدل کېږي چې داعش وسله وال د جګړې له سيمې باسي.
په عين حال کې نيويارک ټايمز ته د داعش ډلې مرستيال مشر مفتي نعمت ګيله کړې او ويلي و چې له حکومته په دې ګيله من دی چې پر ټاکلې نيټه يې ورته چورلکې ورونه لېږلې په خبره يې : “دا یو بېړنی حالت و. له موږ سره وعده شوې وه چې د ژغورنې لپاره به مو چورلکې د شپې پر ۹ بجې راځي، خو له بده مرغه هیڅ شی هم رانغلي”.
پخوا تر دې هم يو شمير سیاسیونو او د ولسي جرګې غړو ټینګار کړی چې داعش د افغان حکومت او ځینو بهرنیو استخباراتي ادارو ګډه پروژه ده.
د شنونکو په باور، د طالبانو له بريدونو د داعش ډلې ژغورل، هغوی ته د چورلکو استول او ځينې بهرني داعش وسله وال د نامعلومه چورلکو له لوري امنو سيمو ته لېږل هغه څه په ډاګه کوي چې دغه کسان د حکومت له لوري ګمارل شوي و او تر ناکامۍ وروسته يې بيرته حکومت ته پنا يوړه.
د دوی په وينا، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملي اردو ځواکونه، عسکر او ګڼ پوځي مرکزونه ډير کله د طالبانو له لوري کلابند شوي خو چارواکو ورته په دومره بيړني ډول چورلکې نه دي استولي لکه داعش ته يې چې ورولېږلې؟
















