سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د طالبانو د پرمختګ لاملونه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 2, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
د طالبانو جنګیالي - © منبع الجهاد

د طالبانو جنګیالي - © منبع الجهاد

196
ځلې شریک شوی
219
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 محمد جنید افغانمل

 په افغانستان کې د کمونستي نظام د رانسکورېدو وروسته، په ١٣٧١هـ ل ۱۹۹۲م کلونو کي پخوانيو جهادي تنظيمونو په خپلمنځي جګړو پیل وکړ. د هيواد په هره سيمه کې، بې ګناه خلک وژل کېدل، چور چپاول شروع وو، په لارو کې پاټکونه واچول شول، د خلکو عزت او ناموس تر پښو لاندې شو، په هر ولایت، ولسوالۍ او کلي کې هرې ډلې خپل حکومت درلود، حالات دومره خراب شول چې ډيرى اوسېدونکي د افغانستان پرېښودلو ته اړشول.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

 علماؤ کرامو په جګړه کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د روغې جوړې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو هیڅ نتيجه يې ورنه کړه،

 بالاخره علماؤ او طالبانو د شر او فساد په په وړاندې د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ پاڅون وکړ، دا چې خلک له خپلمنځي جګړو او ناامنۍ څخه په تنګ راغلي وه، نو له طالبانو يې په غوڅ اکثريټ ملاتړ و کړ همدا لامل و چې په ډېر لږ وخت کې يې د هيواد ډېرې سيمې او ولايتونه يو په بل پسې تر خپلې ولکې لاندې راوستل، آن تردې چې د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې پر شپږمه نېټه طالبانو خپل سپین بیرغ د کابل پر ارګ ورپاوه، او د واک واګي یې په لاس کې واخیستې او ډېر ژر يې په هيواد کې اسلامي امارت اعلان کړ.

 طالبانو د افغانستان په ۹۵٪ ځمکه تقریبا ۷ کاله داسې حکومت وکړ، چې اسلامي حدودو ته عملي بڼه ورکړل شوی همدا لامل و چې خلکو په ډېره ارامه او ډاډمنه فضاء کې د خوښۍ ژوند کاوه.

 خو په ۲۰۰۱م کال کې امريکايي اشغالګرو ځواکونو له خپلو نورو متحدينو سره یو ځای په افغانستان يرغل وکړ، چې ورسره سم په کابل کې تقريبا د ۱۵۰۰ علماؤ لخوا په يوه غونډه کې د جهاد اعلان وشو، نو ښه په ميړانه يې د امریکا او بهرنیو ځواکونو په وړاندې جګړه پيل کړه، خو متاسفانه امريکايي اشغالګرو د داخلي ګوډاګيانو په مرسته اسلامي امارت له منځه یووړ، هيواد يې اشغال کړ او پر ځای يې خپل لاسپوڅی نظام رامنځته کړ.

 د اشغالګرو لخوا د هر ډول وحشتونو سره سره بیا هم د ۱۷ کلونو په تېرېدو لا هم طالبان د یوي پیاوړي نظام په توګه د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو او د کابل لاسپوڅې ادارې پر وړاندې جنګېږي او کلکه ژمنه یې کړې چې د بهرنیو په شتون کې به هېڅکله هم جګړه بس نه کړي.

 رابه شو دې ته، چې هغه کوم لاملونه دي د طالبانو تحریک او نظام يې تردې دمه دبریا تر منزله رسولی دی، او ورځ تر بلې يې ليکې پیاوړې کېږي؟

په دې اړه ځينې مهم لاملونه په لاندې ډول دي:

۱ـ اسلام :

 دا چې له يوې خوا افغاني ټولنه تقریبا %۹۹ مسلمان دي او له اسلام سره زیاته مینه لري.

 له بلې خوا د طالبانو د تحريک ټولې تګلارې له اسلامي اساساتو څخه سرچينه اخلي، ټول اوامر یې د شریعت په اساس صادرېږي. نو ځکه د عام اولس په منځ کې پخې رېښې لري.

 ۲ـ علماء کرام: 

په افغاني ټولنه کې علماء کرام او طلباء کرام ځانګړی مقام لری. او عالم چې په کوم کار مامور شي نو ټولې کړنې که هغه په نظامي ډګر کې وي او که په سیاسي او فرهنګي ډګرونو کې وي، دخپل علمي او شرعي مسولیت له مخې ترسره کوي، شخصي ګټې او مصلحتونه په نظر کې نه نيسي.

 ۳ـ د خلکو داوطلبانه همکاري:

 د طالبانو له ځانګړتياوو څخه دا هم ده چې ولسي خلک ورسره په داوطلبانه ډول، بې تنخوا د ثواب په نیت همکاري کوي، هغه که استخبارتي همکاري او که مالي او اکمالاتي او نور . له همدې امله دوی په ډېر لږ لګښت او مصارفو سره چې له نشت سره برابر دي، خپلې چارې پرمخ وړي.

 ۴ـ د قوميت او عصیبت نه شتون.

 قومیت پالنه په یوه ټولنه کې هغه منفور عمل دی چې ټول ملت ټوته ټوته کوي، او د پرمختګ مخه نيسي، دا چې په طالبانو کې قوم پالنه نه ترسترګو کېږي، په رهبري شورا او نورو ادارو کې د هر قوم خلک په خدمت بوخت دي، نو هیڅوک ځان پردی نه احساسوي.

۵ـ په الهي مرسته اتکاء:

 دا چې الله ﷻ له خپلو مؤمنو بندګانو سره د خپلې مرستی ژمنه کړې ده. نو د دې تحريک په روانه جګړه کې ټوله تکیه په خپل ناصر رب ﷻ وي، همدا لامل دی چې د دوی د نفوذ ساحه ورځ تربلې پراخېږي او پرمختګ کوي.

۶ـ صبر:

 صبر هغه بې مصرفه وسله ده چې له ډېرو سختیو او کړاوونو سره پرې هر ډول مبارزه پرمخ ځي، ځکه چې الله ﷻ له صبرکوونکو سره مل دی.

 نو د دې تحریک په وړاندې چې د دوی دوښمنانو کوم فشارونه وارد کړي او يا یې واردوي، زما په فکر چې د بشریت له وسه به پورته ویي، خو دوى لا اوس هم پر يوه دريځ ولاړ دي.

۷ـ په الله توکل:

توکل هم د الله ﷻ له طرفه خپلو مومنو بندګانو ته هغه تونده او نه بندېدونکې وسله ده، چې په وړاندې يې سوپر طاقت هم له صفر سره مخ کېږي، ځکه د دې تحريک غړي په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې په خپل رب ﷻ توکل کوي، او نسبتا په ډېرو کمو امکاناتو د خپل دوښمن په وړاندې په ډېره مېړانه او لوړ مورال سره جګړه کوي.

 ۸ـ سرښندنه او فداکاري:

 په افغانستان کې روانه جګړه له داسې اشغالګرو ځواکونو سره ده، چې په هر ډول پرمختللو وسلو او تکنالوژۍ مجهز دي، او په مقابل کې مجاهدین ظاهرا په هغو زړو وسلو ورسره جنګېږی چې یا د پخواني جهاد له وختو پاتې دي او یا هغه چې د کابل له لاسپوڅو عسکرو يې په غنيمت نيولي دي.

 خو دا مجاهدين له دې پرته بیا بله وسله هم د استشهاد په نوم لرې چې د مقابل لوري له اتمي وسلو هم پرمختللې ده، همدې وسلې مغرور دښمن تښتې ته اړ کړی او د طالبانو د پرمختګ له مهمو عواملو څخه ده.

۹ــ تقوا :

تقوي د زړه حالت دی او د ایمان خورا لوړ مقام ده، دې مقام ته رسېدل ډیرې هڅې او لویه مجاهده غواړي، متقي انسان په پټه او ښکاره دواړو یوشان له خپل خالق نه ویریږې، او د ژوند په هر پړاو کې د الله امرونو او د الله د دین غوښتنو ته متوجه او بیدار وي،

په قرآن کريم کې د تقوا ډيرې ګټې ښودلې شوې. الله تعالی فرمايي: (إنه من يتق ويصبر فإن الله لا يضيع أجر المحسنين) یعنې څوک چې تقوی اختیار کړي او صبر کوي نو الله جل جلاله د نیکوکارانو اجر نه ضایع کوي (یعنې الله جل جلاله د تقودار او صبر کوونکي مسلمان عمل قبلوي). تقوی نه یوازې دا چې د عمل د قبلیدو باعث ګرځي په دنیا کې هم ډیرې ګټې لري: تقوی د علم او پوهې د زیاتوالي باعث ګرځي: (واتقوا الله ویعلمکم الله) په تقوی سره خفګان، بې ځایه ډار او تشویش له منځه ځي: (فمن اتقى وأصلح فلا خوف عليهم ولا هم يحزنون)، (ومن یتق الله یجعل له مخرجا)، (ألا إن أولياء الله لا خوف عليهم ولا هم يحزنون الذين آمنوا وكانوا يتقون لهم البشرى في الحياة الدنيا وفي الآخرة) تقوی په رزق کې پراخي راولي: (ومن یتق الله یجعل له مخرجا ويرزقه من حیث لایحتسب) څوک چې تقوی اختیار کړي الله جل جلاله یې کارونه اسانوي: (ومن يتق الله يجعل له من أمره يسرا) له تقودار مسلمان سره الله جل جلاله مرستندوی، معین او ملګری وي: (إن الله مع الذين اتقوا والذين هم محسنون)

نو په دې ایتونو کې چې د تقوا کومه نتيجه ښودل شوې د طالبانو د تحريک هر مجاهد ترې برخمن دی، نو همدا يې د پرمختګ ستر لامل يادولی شو.

يادونه!

ګلونو لوستونکو! پورتني عوامل ټول هغه څه دي چې د طالبانو دوښمنان هم ور باندې قایل دي.

د دې لپاره چې په اوسني وخت کې دوه صفونه دي، یو د مسلمانانو او د بل د کفارو په مشرۍ، نو بې طرفه پاتې کېدل، حماقت او له الهي مسؤلیته تېښته ده. نو وایم چې هر مسلمان بايد د اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړي.

د يو ازاد، خپلواک، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله ….

۱۳۹۷/۴/۲۲

مخکینې مطلب

کابل کې نوي سياسي حرکت د موجوديت اعلان وکړ

بل مطلب

عسکرو ته چورلکې نه راځي خو داعشيان د جګړې له ډګره باسي؟

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com