(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۴)
چارواکي وایي، چې د بزګرانو په ملتیا یې د پلازمینې کابل په مختلفو سیمو کې د ممیزو د پروسس ګڼې کارخونې جوړې کړې.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د دې خونو شمیر ۴۸ ته رسیږي، چې په کې به د ممیزو پروسس او ساتنه کیږي.
نوموړی زیاتوي، یادو عصري خونو د پلازمینې کابل په ۸ هغو ولسوالیو کې پر کار پیل کړی ، چې د انګورو ډیر حاصلات لري.
د یاد وزارت چارواکي وایي، پر دې خونو شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۱۵ میلیونه یې د بزګرانو له جیب څخه اخیستل شوې او پاتې نورې د وزارت له لوري ورکړل شوې دي.
بزګران له دې اقدامه خوښي څرګندوي او په وینا یې چې په دې توګه به یې د انګورو د ضایعاتو مخه هم ونیول شي.


















