هلمند: د هاوان مرمۍ چاودنې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۵)
د هلمند ولايت به ګرمسير ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې د يوې کورنۍ پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي، په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، دغه چاودنه د باران په نوم د يوه طالب قوماندان په کور کې هغه مهال شوې کله چې نوموړی د ماين پر جوړولو بوخت و.
د ځواک په خبره، په دې پېښه کې خپله باران، درې زامن يې او يو ورور يې وژل شوي او د څلورو مېرمنو په ګډون اووه تنه ټپيان دي.
خو طالبانو د هلمند د چارواکو يادې څرګندونې رد کړي او وياند يې قاري يوسف احمدي وايي، دغه چاودنه د يادې ولسوالۍ مربوط د شمالان په سيمه کې چيرې چې شاوخوا دولتي پوستې هم دي د هاوان مرمۍ له کبله شوې.
د مجاهد په وينا، دغه مرمۍ ماشومانو کور ته وړې او د دغه کور خاوند ظاهر نومېږي چې له طالبانو سره هيڅ اړيکې نه لري زياتوي چې باران کوچنی ماشوم دی او دا ادعا حقيقت نه لري چې د باران نومې کس د طالبانو قوماندان دی.



