سرلیکنه
اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان به ”هیڅ وخت شاته ونه ګرځي او نه به یې شا ته ګرځېدو ته پرېږدو.“
که اشرف غني، د هغه په خپله وینا، ”افغانستان شا ته تللو“ ته نه پرېږدي، نو بیا خو تر دې شاته پاتې کېدا د افغانستان له منځه تلل دي.
په اوسني وخت کې چې افغانستان له کوم زوال سره مخ دی، تر دې بد حالت په افغانستان کې نه ؤ راغلی. په ۱۳۶۷هـ کې د هېواد په ټولو ولایاتو کې جګړې روانې وې، په هر ولایت کې د جګړې اور بل ؤ، خو ولس په دومره کچه نه وژل کېده لکه اوس چې وژل کېږي.
که اشرف غني پر هېواد د پردیو په مټ-ساتي حکومت روان حالت ته ښه حالت وايي او شا ته تللو ته یې نه پرېږدي، نو که کلونه کلونه انتظار وباسي، په هېواد کې به یو افغان هم د هوساینې ساه وانخلي. له هره کوره چې د ویر ساندې اورېدل کېږي او هره ورځ چې له کورونو جنازې پورته کېږي، په هغه سیمه کې به څرنګه دهوساینې ساه واخستل شي؟ او اشرف اغني به څرنګه د هوساینې بنسټ کېږدي؟
اشرف غني چې د خپل ملي یووالي د حکومت خبره کوي او وايي چې همدا حکومت به د سولې، ثبات او هوساینې بنست ږدي، دې ته فکر نه کوي چې د امریکا په یرغل سره په هېواد کې د وینو بهېدو بنیاد یا تهداب ایښودل شوی دی؛ د وینو په بهېدا کې د سولې، ثبات او هوساینې بنیاد نه ایښودل کېږي.
د سولې او ثبات بنسټ په دا ډول حالاتو کې نه ایښودل کېږي په کومو کې چې، د غني په وینا، د ملي یووالي حکومت حکومتولي کوي، او د هر کال په پای کې د فساد د لیست په لومړي سر کې شمېرل کېږي.
د سولې او ثبات بنسټ په هغه نظام او حکومت کې ایښودل کېږي چې په ټول هېواد کې امن او ولس د حکومت ملاتړی وي، نه دا چې د حکومت په یوه سیمه کې دې د انسانانو سرونه د غنمو په شکل لُو کېږي، رېبل کېږي او په بله سیمه کې دې د اقتصادي پرمختګ په نوم میلیونونه ډالر ورکول کېږي.
دا مهال په ۲۵ ولایاتو کې سختي جګړې روانې دي. د نورو ولایاتو په څېر په ننګرهار کې هدفي وژنو د ننګرهار ولس یو ځل بیا خپلو کورونو پرېښودو او کډو کولوته اړ کړ.
په غور ولایت کې له ۱۳میاشتو راهیسي استادانو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي. د نوور ولایاتو په څېر په غور کې د ښوونې او روزني دروازې تړل کېږي … او غني وايي چې په هېواد کې د سولې، ثبات او هوساینې بنسټ ږدي.
که اشرف غني د سولې او ثبات بنسټ ږدي، ښه خبره ده، خو هره ورځه د بمباریو اوعملیاتو په سیوري کې د وینو په بنیاد کې د سولې او ثبات بنسټ نه ایښودل کېږي.


















